د چارو ادارې لوی رئیس: یو کال کې د اداري فساد هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

د چارو ادارې لوی رئیس: یو کال کې د اداري فساد هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې
کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور والي، چې د تېر یو کال په حکومتولۍ کې د اداري فساد اړوند هیڅ پېښه نه لري.
ښاغلي نورالحق انور دا څرګندونې نن یکشنبه (د محرم الحرام ۱۶مه) د ماليې وزارت د اداري معین د معرفي په مراسمو وکړې.
ښاغلي انور زیاته کړه: په تیرو وختونو کې افغانستان د اداري فساد له امله په نړۍ کې لومړی یا دوهم مقام درلود، خو په وينا يې د اسلا-مي اما-ر-ت په راتلو سره فساد او رشوت له منځه تللی او که چیرې سروې وشي، د افغانستان نظام به د نړۍ په کچه یو پاک نظام وي.



