د اسلامي همکاریو سازمان افغان سیلاب ځپلو سره مرستې پیلوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۱ل)
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی وایي، د “ملک سلمان خيريه بنسټ” په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو طبیعي پېښو کې ځپل شویو افغان کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي “ډاکټر محمدسعيد آل عياش” سره وکتل.
سرچېنې لیکلي، چې په دغه لېدنه کې محمدسعيد آل عياش ژمنه کړې چې د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷ زرو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.
بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي همکاريو سازمان استازي همداراز په کابل کې د خپل دفتر د پراخولو او د ځايي کارکوونکو د شمېر د زياتولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
امیرخان متقي په دغه لېدنه کې د اسلامي امارت د هراړخیزو اړيکو په پراختيا کې چمتووالی ښودلی او د اسلامي همکاريو سازمان ته یې د حکومت له لوري د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.



