چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د ښځې او پوښتۍ خاصیتونه سره یو دي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 1, 2022
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
412
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

موږ او تاسو له دیني عالمانو څخه آورېدلي چې وایي: ښځه د نارینه له چپې پوښتۍ څخه پیدا شوې ده او دغه ډول پیدایښت ته په سورة النساء، سورة اعراف او سورة الزمر کې ریښتیا هم اشارې شوې دي، همدا راز علماء کرام له بخاري شریفې څخه هم یادوونه کوي ؛ چې هلته د حضرت آدم له پوښتۍ څخه د حضرت حوا (علیهماالسلام) پیدایشت ثابتوي.
په هر حال … زه پدې هکله کافي معلومات نه لرم ځکه خو ترې اوړم او راځم دې خبرې ته؛ چې په کومو مواردو کې د ښځې او پوښتۍ خواص او عملکرد سره ورته دي؟
دا خبره به مو هم ډېره آورېدلې وي چې وایي: ((ښځه کږه پوښتۍ ده؛ چې سموې یې ماتیږي او که یې پرېږدې نو همداسې کږه به وي)) خبره خو سمه ده؛ مګر اخیستنه غلطه ترې شوې.
هو! ښځه بلکل داسې ده لکه پوښتۍ؛ خو موږ لومړی باید د پوښتۍ کار و پېژنو! د پوښتۍ دنده له زړه، معدې، سږو، بډوډو او داسې نورو… مهمو حیاتي اعضاوو څخه ساتنه ده چې تر ټولو مهم پکې زړه دی، نو موږ به هم یوازې همدغه (زړه) تر بحث لاندې ونیسو.
ښه خبره ده! ښځه د نارینه پوښتۍ یادیږي ، خو جوته دنده یې د نارینه له زړه څخه ساتنه هم ده.
د ښځې همدغه کوږ حالت باید موږ ومنو او په همدغه موقف کې نرم تعامل ورسره وکړو، ترڅو زموږ زړونه را وساتی.
بلکل ښځه او پوښتۍ مشابه خواص سره لري! پوښتۍ چې سموې هم ماتیږي او چې نوره یې کږوې هم ؛ یعنې په دواړو حالاتو کې له ګټې لوېږي ؛ که یې خموالی سیده کوې له قفسه وزي او که یې لا خموې پر زړه فشار ورولي، نو ښه همداسې ده چې دا ده!!! یعنې همداسې کږه ښه ده!
د ښځې طبیعت همداسې دی او همدغسې ښه هم دی! ښځه له نارینه څخه یوازې مینه غواړي، نه جبر او تشنج؛ ځکه چې طبیعت یې انعطاف پزیر دی؛ له تندۍ او تریخوالي سره حساسیت لري او کرکه ترې کوي، که تر ډېر فشار لاندې شوه نو بیا خامخا منفي غبرګون ښيي.
ښځه په مینه خپلیږي نه په زور.
اې ناپوهو خاوندانو! تاسو ته وایم؛ له ښځو سره مو مینه وکړئ چې زړونه مو در وساتي، کنه نو د هغې ورځې په تمه شئ چې په عالم کې مو رسوا هم کړي.
زموږ په ټولنو کې ځینې داسې له عقل او انساني تعامل څخه خلاص خلک هم شته چې وایي: زه ښځه په زور ښځه کوم، دوی په ظاهره کې سړي غوندې ښکاري اما په باطن کې یې د سړیتوب څرک لا نشته.
اسلام ډېر ښه دین دی خو چې موږ یې سم زده کړو.
ښې ښځې پنځه عمده خواص لري نو هر سړی چې ځانله ښځه خوښوي، باید دغو خواصو ته یې پام وي ((۱-دیانت۲- ویښیاري۳- اخلاق ۴- ځواني۵- پاک ژوند)) په دغو پنځو کې هم د شمېرو پر اساس برترۍ شته؛ د بېلګې په توګه: که په یوه ښځه کې لومړی خاصیت نه ؤ نو په هېڅ درد ځکه نه خوري؛ چې پوښتۍ ده نو! یا به یې پرېږدې او یا به درنه ماتیږي، نور هم داسې…خو لومړي یې مهم دي.
نو مطلب دا؛ چې له ښځو سره مو ډېر احتیاط کوئ! دوی پوښتۍ دي! نو فقط زړونه مو پرې وساتئ او دومره یې مه مجبوروئ چې تر باغو مو واړوي، چې ډېر یې اړولي هم دي! ځکه خو زه وایم چې حوصلې یې مه آزمویئ.
دوی چې ستاسو هر نامشروع او زشت حرکت یا تعامل تحمُلوي؛ دا د دوی د فامیلي تربیې برکت دی او یا دا چې؛ خپل نوم نه بدوي او نه ستاسو ابرو وړل غواړي، مګر تاسو بیا هم د دغې حساسې نکتې درک نه لرئ چې ممکن دا بیا ستاسو په ناپوهئ او یا عدم فامیلي تربیت پورې اړه ولري.
تاسو ولیدل چې دوې ورځې وړاندې یې ښځې له قاري سعید خوستي سره څه وکړل! خو هغه داسې ښځه وه چې نه د ځان په حیا بنده وه، نه د بل؛ مګر تاسو ته چې څه نه وایي؛ حیا لري او وړاندې وروسته ګوري، یا داسې محرم مشاورین لري چې هغوی سم نصیحت ورته کوي او تاسو دواړه له کندو ساتي.
که مو ښځې له تاسو څخه کرکه کوي، نو له داسې ورځې هم کرکه لري چې هم یې خپل نوم بد شي او هم ستاسو، ځکه چې اصیلې او پدرکرده دي.
نو بیا هم درته وایم چې ښځو ته مو د مینې په نظر ګورئ او قدر یې کوئ، دوی مظلومې او ستاسو خادمانې دي، زړونه یې خپل کړئ چې زړونه مو وساتي.
همدا نن مو خپلو ښځو ته قسمونه ورکړئ چې له تاسو سره مینه لري او که درنه ستړې دي؟ اجازه ورکړئ چې د زړه خبره درته وکړي! که درنه راضي وي او مینه درسره لري نو ښه تر ښه او که خفه وي او کرکه درنه کوي، نو خوشاله یې کړئ او که مو بد ترې راځي، یا داسې کوم بد صفتونه وي کې چې په بېلتون ارزي؛ نو مهرباني وکړئ! طلاقې یې کړئ؛ خو مجبوروئ یې مه چې سپک مو کړي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

لوی ټکي: پوښتۍخاصیتونهښځهیو
مخکینې مطلب

عراق: بغداد کې د مقتدا صدر د پلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

بل مطلب

اسلامي امارت نړیوالو ته: له وروستیو زیانمنو شویو سره مرستې وکړئ

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com