پکتیا کې د ځینو ښونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې له شپږم ټولګي پورته د ځينو ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شوې دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس “خالقیار احمدزي” رسنیو ته تایید کړې چې د نجونو څلور ښوونځي د پکتیا په مرکز او یو هم د څمکنیو په ولسوالیو کې پرانیستل شوي دي.
په ورته مهال یوې سرچینې کابل ټکی کام ته ویلي، چې تمه کېږي سبا په لغمان ولایت کې هم د ښونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستل شي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت تر دې دمه په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي.



