شمالي وزیرستان کې ۵ پاکستاني پوځیان او ۴ وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې له امله دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر “ای اېس پي ار” یوه اعلامیه کې ویلي دا “سخته نښته” تر هغې وروسته وشوه چې د دوی پوځیانو د استخباراتي مالوماتو له مخې د شمالي وزیرستان بویا سیمه کې عملیات وکړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دې نښته کې ۵ پاکستاني پوځیان او ۴ وسله وال وژل شوي دي.
په عين حال کې پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د پوځ د یوې بلې اعلامې له مخې ويلي چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان میرعلي کې هم د استخباراتي اطلاعاتو له مخې ورته عملیات کړي چې د طفیل په نوم یو وسله وال قوماندان پکې وژل شوی دی.
ای ایس پي ار ویلي يادو وسله والو میرعلي او شاوخوا سیمو کې په بېلابېلو چاودنو او وسله والو بريدونو کې لاس درلود.
وخت ناوخت تحريک طالبان پاکستان په دغه هېواد کې په پوځي اهدافو بريدونه کوي چې مسوليت په غاړه اخلي، خو تر اوسه يې د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.



