اردغان: پوتین نور په اوکراین کې د جګړې اوږدول نه غواړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین له یو شمېر سیمو په شا شوي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، پوتین چمتو دی چې په اوکراین کې پیل شوې جګړه ختمه کړي.
ولسمشر اردغان له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، پوتین په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره د پام وړ ګام اخیستی دی.
د اردغان په خبره، له پوتین سره یې په وروستیو خبرو کې دا درک کړې چې نوموړی نور په اوکراین کې د جګړې اوږدول نه غواړي.
اردوغان ویلي، په اوسني وضیعت کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې دوام ډېر ستونزمن دی.
هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۰۰ بندیان تبادله شي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
باید وویل شي چې پوتین تر اوسه د ترکي ولسمشر خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې د ټاکلو شویو موخو د ترلاسه کولو پورې به یې اوکراین کې عملیات دوام لري.



