کابل: وزیر اکبر خان جومات ته څېرمه چاودنه شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د پلازمینې کابل وزیر اکبر خان جومات ته څېرمه د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

ویل کېږي چاودنه کې درانه تلفات هم اوښتې دي؛خو تر اوسه یې د کره جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند “خالد ځدراڼ” پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

‏د جمعې تر لمانځه وروسته له وزیر اکبرخان جامع مسجد څخه د خلګو د راوتلو په مهال له مسجد سره د تیریدونکي عمومي سرک پرسر چاودنه شوې.
د پيښي قربانیان ټول ملکي خلګ او لمونځ کوونکي دي.

د تلفاتو په اړه به يې نورجزئیات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

جزئیات وروسته…

موږ سره اوسئ

مربوطه مطالب

Back to top button