کابل ټکی کام (۲۰سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته خبردارۍ ورکړی دی چې د طالبانو له لوري به د برید هدف ګرځي ، او باید له خپلو ځایونو څخه دباندې ګشت او ګذار بند کړي، او همداشان په هغو ځایونو کې چېرته چې امریکایان مېشت دي د عامه موټرونو تګ راتګ ځنډولی دی او هر موټر تر سختو تلاشیو وروسته پرېښودل کيږي چې له لارې څخه تېر شي.
د امریکا د سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برېدونو موخه به بهرني اتباع وي چې پدې کې سفارتونه او میلمستونونه شامل دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ندي ویل شوي چې دا احتمالي بریدونه به کله او په کوم ځای ترسره کیږي.
د یادولو ده چې دا څو یم ځل دی چې د امریکا سفارت په کابل ښار کې د احتمالي بریدونو خبردارۍ ورکوي.
















