شمالي کوريا د جاپان د پاسه یو بالستيکي توغندی توغولی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې شمالي‌ کوریا د جاپان د پاسه د منځني‌ واټن یو مشکوک بالېستیک توغندی توغولی دی.‌

دا توغندی د دغې هېواد په شمال کې د یوې برخې پر توغول شوی چې له امله يې د جاپان حکومت د هوکایډو ټاپو خلکو ته د دوی پر سر د دغه توغندي د تېرېدو پر مهال د پټېدو زنګ وکړنګاوه او د اورګاډو ځینې خدمات يې هم د لنډمهال لپاره وځنډول.

د جاپان حکومت سې شنبه په ځايي وخت سهار نږدې ۷ نیمي بجې یو کمساری خبرداری خپور کړ چې پکې راغلي “داسې ښکاري چې شمالي کوریا یو توغندی توغولی دی. لطفآ ودانیو او ځمکتل ته ځانونه ورسوئ.”

د جاپان حکومت د شمالي کوريا دا عمل غندلی او “تاوتریخجن چلن” يې بللی او همداراز د ملي امنیت شورا غونډه يې هم رابللې ده.

دا په يوه اوونۍ کې پنځم ځل شو چې شمالي کوريا توغندي توغوي.

شمالي کوريا له پراخو بندیزونو سره سره د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کال ترمنځ موده کې شپږ اټومي ازموینې ترسره کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button