کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د خېبرپښتونخوا پېښور ښار مربوط په متنو سيمه کې د پوځ پر موټریز کاروان وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي دي.
د متنو پوليس تاڼې يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په دې برید کې د ۲ تنو پوځيانو، يو ملېشې عسکر او يو لاروي په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
دا بريد پرون ماذيګر پنځه بجې شوی چې د ځايي اوسېدونکو په وينا تر څو ساعتونو يې دوام وکړ.
تحریک طالبان پاکستان د بريد مسؤليت په غاړه اخيستی دی.
پاکستاني امنيتي سرچينې وايي، په سيمه کې د پوځ له لوري د پلټنې عمليات روان دي.


















