جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د مېلاد شپه که د بشریت د آزادۍ اعلان!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2022
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
36
ځلې شریک شوی
449
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شرر صافی

د صفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د مړينې له ورځې تاريخ پېل کړی و.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

په کور کې د آمنې بنت وهب او د عبدالله له حبشې وينځې پرته بل څوک نه و، هاله بنت وهيب په خپل زوی حمزه بوخته وه، د ابولهب وينځه ثويبه به د عبدالله په کور کې يوه نیمه ورځ پاتې کېدله چې آمنې ته تسليت ورکړي. خو په دغه شپه ويده وه او په غېږه کې يې حمزه اچولی و، شېدې يې ورکولې .

ډېره ارامه شپه وه، د سپوږمۍ پستې وړانګې له کړکۍ نه د آمنې کوټې ته راننوتلې، ګومان کېده چې کوم پوست لاس دی چې په نړۍ يې راکاږي او د مينې او مهربانۍ ولولې راويښوي، د آمنې روح د مشکو له خوشبوي نه ډک شوی و، هغه نه پوهېده چې دغه خوږ بوی د هغو عودو څخه راخيژي چې وينځې يې په اور اېښي و او که له اسمانونو څخه راکوزيږي. په کوټه کې د رحمت خوږې وږمې وچلېدې، داسې نرم غږ يې کاوه ګوندې ملائکې تسبيحات وايي.

د وينځې پام آمنې ته راواوښت ، آمنه ډېره ارامه ده، که څه هم خپل ماشوم يې زېږاوه، ويڼځه ووېرېده چې ډېر ژر به ماشوم يوازې وزيږوي او دنيا به په چېغو راواخلي، له کوره غلې ووتله، د عبدالرحمن بن عوف په مور “الشفاء” پسې ورغله چې د دغه يتيم ماشوم پالنه وکړي چې لږه شېبه وروسته به يې آمنه وزيږوي.

دايې کړکۍ ته نېږدې شوه، اسمان ته يې وکتل، ګومان يې وکړ چې په دغه شپه باندې سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ډېره رڼه ده، ګوندې زړه يې کېږي چې کوټې ته راکوزه شي، ستوري هم ډېر زيات ځليږي، د هاشميانو په کورنو يې نظر واچاوه، ارامه ارامي وه، هيڅوک نه دی خبر چې د عبدالله زوی دنيا ته راروان دی. بيا يې مخ کعبې ته واوښت، ګومان يې وکړ چې سپوږمۍ د بخمل تور پوښ وراغوستی چې د سپېنو زرو سيمان په کې تېر شوي دي.

آمنه پرکاله شوه، يو غږ يې واورېده چې په ماشوم دې محمد نوم کېږده، سترګې يې وغړولې، احساس يې کړه چې دا نوم يې په زړه کې وکيندل شو، حيرانه شوه چې د عبدالله د پلرونو په نومونو کې خو دا نوم نشته، دا نوم خو تر دې مخکې په زهره يانو کې هم نه و، په هاشمياو کې هم نشته، بلکې په ټوله مکه کې نشته.

ماشوم له آمنې جلا شو او دايې په غېږ کې راواخيست، د عبدالله حبشي وينځه ورسره په وينځلو او د جامو په اغوستلو کې مرسته کوي. د دواړو زړونه له رحمت او رڼا نه ډک شول او ماشوم ته په ټوله مينه ورګوري، ډېر ارام و، هيڅ يې ونه ژړل، په ښکلي وړوکي مخ کې يې داسې نور و چې زړونه او نفسونه يې ځانته راښکل.

ماشوم يې د آمنې خوا ته راوړه، آمنې ورته په درزېدلي زړه چې مينه ترې راڅڅېدله وروکتل، ويې انګېرله چې ټوله نړۍ له رڼا ډکه شوې ده، د مينې احساسات يې طوفاني شول، خپلې غېږې ته يې په ډېره مينه راجوخت کړ، ورټيټه شوه او په وړوکي مخ يې داسې ښکل کړ، ته وا چې ټوله دنيا يې ښکل کړه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په ذهن کې يې يو څه ورتېر شول چې په وجدان کې يې دردونه راوپارول: خوږ زوی يې يتيم دی، کاش عبدالله همدا شېبه دلته وای چې د خپل خوږ زوی په ليدو خوشاله شوی وای، مخکې له دې چې د خواشينۍ په سمندر ورګډه شي، محمد ته يې مخ راوګرځېده، د هغه د ښکلي مخ په رڼا يې په زړه کې د دردونو او خواشينۍ ټولې تيارې تالا ترغۍ شوې، هغه غږ يې په ياد شو چې د اميد وارۍ پر مهال يې اورېدلی و: ته د دې امت په سردار امېدواره شوې يې . بېرته رڼا راوګرځېده د آمنې زړه او د ځمکې مخ يې ونېو.

سهار راوخوت، د عبدالله د وينځې صبر پای ته ورسېد. له کوره ووتله چې د هاشميانو په کورنو باندې د دغه نوي ماشوم زيری وکړي، دغه ښکلی ماشوم چې په بني عبدمناف کې يې د دغه په څېر بل ماشوم نه و لېدلی،که څه هم عبدمناف په ښکلا او ښاېست کې مشهور وو.

د عبدالمطلب کورته ورغله، دروازه يې وټکوله، لږه شېبه وروسته د ابولهب وينځه دروازې ته راغله په دغه شپه همدلته وه، حمزه ته يې شېدې ورکولې، دا چې د حبشې وينځې نظر پرې ولګېده ويې ويل:

 – د عبدالله زوی شوی او د رڼا په څېر ښکلی دی.

وينځه عبدالمطلب ته ورغله، ثويبې د ابولهب کور ته منډې کړې، غواړي چې دغه خوږ زيری خپل مشر ته تر هر چا مخکې ورکړي، هغه پوهېدله چې ابولهب له عبدالله سره څومره مينه لرله.

د عبدالله وينځه عبدالمطلب ته ورغله په خوشالۍ يې ورغږ کړې:

 – لمسی دې پيدا شوی.

عبدالمطلب په ګړندو ګامونو د آمنې کور ته روان شو، ثويبه ابولهب ته ورغله او ورته يې وويل:

 – د عبد الله زوی شوی، په قريشو کې ثاني نه لري.

ابولهب ډېر خوشاله شو، که ورور يې له دې نړۍ نه په نه راتلونکي سفر ولاړ، نو زوی خو يې پيدا شو چې نوم يې وساتي. ابولهب دومره خوشاله شو چې ثويبې ته يې وويل:

 – ځه، ته ازاده يې.

د ماشوم لومړی برکت په داسې وخت کې څرګند شو چې په زيږېدو يې اېله څو ساعتونه اوښتي دي، ثويبه د ابولهب کور ته وينځه ننوتله او بېرته ترې ازاده راووتله، دا نو د انسان د ازادۍ د پېلامې لومړی اعلان و.

مخکینې مطلب

بلخ کې د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د پمبې د پروسس فابریکه جوړه شوه

بل مطلب

د پاسپورټ د وېش بهیر ځنډولو په اړه د پاسپورټ عمومي ریاست خبرتیا

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com