بهرنيو چارو وزارت: مهاجرينو ته قانوني حقوق ورکړۍ. امريکايي عسکر دې افغانه ماشومه خپلې کورنۍ ته وسپاري

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې د امريکا په ويرجينيا ايالت کې د (جوشوا ماسټ) په نوم يو عسکر هغه ماشومه يرغمل کړې چې د کورنۍ ټول غړي يې د امريکا د سمندري ځواکونو په بمبار کې له لاسه ورکړي دي.
نوموړي امريکايي عسکر ياده افغانه ماشومه د خپلې کورنۍ د غړي په صفت له ځان سره يرغمل کړې، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اندېښنې وړ، د انساني کرامته ليرې او بشرضد کړنه بللې زياتوي چې ياده موضوع به د ديپلوماتيکو لارو له امريکايي چارواکو سره شريکه کړي؛ ترڅو ياده ماشومه خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د لسګونو ماشومانو په ګډون په لسګونه زره افغانان، چې امريکا او متحدينو يې په نامناسب ډول له هېواده ايستلي او اوس مهال په مختلفو کیمپونو کې بې برخلیکه او له انساني حقوقو بې برخې ساتل کېږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يادو هېوادونو غږ کړی چې د مهاجرت د نړيوال قانون له مخې او د قونسولي خدماتو له لارې افغان کډوال له انساني او قانوني حقوقو برخمن کړي.



