“رښتینی غل”

“رښتینی غل”

حامد افغان

کیسه_کا د فرانس وتلی واکمن ناپلیون یوه ورځ زندان ته ولاړ، هلته د زندان په مختلفو برخو وګرځیدی او له ګڼ شمېر بندیانو یې د هغوی د بندي کیدا په اړه پوښتنې وکړې، خو ټولو په ډېره عاجزۍ او مظلومانه انداز، د خپلې پاکۍ، بې ګناهۍ او مظلومیت خبرې ورته وکړې، په ټول زندان کې یواځې یوه بندي ورته وویل: ما غلا کړې وه او سزا مې زندان شوه!

خو ناپلیون په دې بندي ورچیغه کړه او په قهرجنه لهجه یې ورته وویل: ته په منډه له زندانه ووځه! ځکه زه وېریږم ستا د خبیثي روح خباثت به د زندان دې سپېڅلیو او پاک نفسه (!) انسانانو ته انتقال شي، ته ژر له زندانه ووځه! د دې سپېڅلي او پاک ټولي! منځ کې ستا خبیث وجود نه بښونکې ګناه ده! نو هغه له دروغو پاک “رښتینی غل” یې له زندانه وایست، په دې نیت چې ګوندې بهر ټولنه کې یې وجود ګټور تمام شي.

پایله: زموږ په مسلمانو ټولنو کې قاتلان، غاصبان، سود خواره، غله وغیره د خپل برأت! لپاره پرېمانه دلایل! او شاهدان! لري…

مربوطه مطالب

Back to top button