بلخ: د مزارشریف – شبرغان سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

بلخ: د مزارشریف – شبرغان سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۱ل)
د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د مزارشریف-شبرغان سړک د بيارغونې او ترميم چارې يې پيل کړي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، ياد سړک ۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې به يې ۸ پایه پُلګوټي هم ورغول شي.
دا ترمیماتي پروژه د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او طارق شفیق، ودانیز شرکت تر منځ قرارداد شوې ده، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کیږي.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
ياد وزارت وايي، هڅه کوي؛ چې د شته سړکونو د خوندیتوب او هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه؛ له پلان سره سم د ساتنې او څارنې پروژې په ټول هیواد کې تطبیق کړي.



