کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د سرپل ولایت له کوهستان ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې یوه هفته وړاندې هغه ۱۰۰تنه عسکر او اربکیان چې له امنیتي ځواکونو تښتېدلي وو، بېګاه شپه یې ۳۰ تنه د ۳ تنو قمندانانو (وکیل مخدوم صادق، قمندان حاجي اسماعیل، قمندان غلام علي) په ګډون له طالب وسله والو سره یو ځای شوي دي.


















