کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کابل ولایت له مرکز څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې بېګاه ماښام ۷:۴۰بجې د کارته په سیمه کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو پر رینجر موټر د تکتیکي ماین په مټ چاودنه وکړه.
د چاودنې په پایله کې یو رینجر له منځه ولاړ، او په موټر کې سپاره ۲تنه امنیتي پولیس ووژل شول.
ویل کیږي چې بل برید ماښام ۸:۳۰ بجې د کمپنۍ حیدر خان کلا په سیمه کې وسله والو طالبانو د امینتي ځواکونو په موټر د ماین چاودنه، او بیا وسله وال برید ترسره شو، چې د برید په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو یو رینجر موټر له منځ ولاړ او پکې سپاره ۶تنه عسکر ووژل شول.


















