انګلیستان د نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۱ل)

د انکلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا په کوربه‌توب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي یې وګټله.

دا په شل اوریزو سیالیو کې د انګلستان لوبډلې دویمه اتلولي ده.

پاکستان په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره په توپوهنه کې شان مسعود تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لوبډلې که څه هم د توپوهنې پیل ښه، خو د لوبې په منځنیو اورونو کې یې لوبه ورو شوه چې وروستیو کې د بن سټوک ناسوځېدلو ۵۲ او معین علي د ۲۰ منډو پر مټ انګلستان لوبه کنټرول کړه.

انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او د دویم ځل لپاره د شل اووره سیالیو اتله شوه.

انګلستان له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي د شل اووره سیالیو هم اتلولي ګټلې وه.

باید وویل شي چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ۳۰ کلونو وروسته نړیوال جام کې له پاکستانۍ لوبډلې خپل غچ بېرته واخیست او پاکستان یې د ۱۹۹۲ نړیوال جام د اتلولۍ بیا تکرار ته پرې نه‌ښود.

مربوطه مطالب

Back to top button