کابل ټکی کام(يکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ورکړو معلوماتو له مخې، د روسیې تر کنټرول لاندې د یوکراین زاپورېژیا اټومي بټۍ سیمه زورورې چاودنې شوي دي.
يادې ادارې په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا چاودنې تېره شپه او نن سهار شوي چې د ځینو ودانیو، سیسټمونه او تجهیزات يې زيانمن کړي دي، خو زياتوي:« تر اوسه د اټومي بټۍ خوندیتوب او امنیت ته کوم ګواښ نشته».
د یادې ادارې مشر ویلي، ” زموږ د ټیم پرون او نن سهار خبرونه خورا پریشانوونکي دي. د دې لویې اټومي بټۍ په ځای کې چاودنې شوې، چې د منلو نه دي. څوک چې ددې چاودنو تر شا دي، باید ژر تر ژره له دې کاره لاس واخلي. لکه څنګه چې ما مخکې څو ځله ویلي، تاسو د اور سره لوبې کوئ.”
له بله پلوه روسیې بيا د دې چاودنو پړه پر یوکراین وراچولې ده.
















