حامد افغان
عربي کې (الأوقص) هغه چا ته وایي چې غاړه یې بدن کې ننوتې یي او اوږې یې پورته ختلې یي، د محمد بن عبد الرحمن المكي الأوقص (169هـ)، رحمه الله په نوم یو کس له وني ټیټ، ډېر بدرنګه او ډېر زیات اوقص هم و، د ده مور ډېره پوهه او هوښیاره ښځه وه، هغې یوه ورځ ده ته په زړه پوري نصیحت وکړ او ده هم ومانه.
هغې ورته وویل: زویه! ته الله تعالی په داسې شکل پیدا کړی یې چې له ځوانانو سره ژوند نه شې کولی، هر څوک به درپورې خاندې او پوزخندونه به درپورې کوي، ته دین او علم زده کړه، دین او علم د انسان نیمګړتیاوې له منځه وړي او له سپک حالته یې پورته کوي. نو اوقص د مور خبره ومنله او علم یې زده کړ، ان چې شل کاله د مکې مکرمې قاضي پاتې شو! او دومره له رعب او دبدبې ډک عالم شو چې څوک به ورته کېناستل له رعبه به ریږدیدی.
مخکې مو د اوقص معنا وکړه، یوه ورځ همدا قاضي الاوقص چرته ناست و دعا یې کوله، چې دا دعا یې هم وکړه: یا الله! زما غاړه له اوره ازاده کړه، (اللهم أعتق رقبتي من النار). هلته یوې قران وهلې ښځي ورته وویل: ستا غاړه کله شته؟!
الوافي بالوفیات للصفدي
مختصر تاریخ دمشق لابن منظور


















