پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د رهبر ځانګړتیاوې!

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
نوومبر 24, 2022
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
9
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: عبدالجبار وحدت

رهبري د اغېز ښیندلو او رهنمایي کولو په مانا ده ، ډېری پوهان په دې اند دي چې رهبر زیږول کېږي ، جوړېږي نه ، مګر وروستیو تحولاتو دا وښودله چې رهبري ځینې مهارتونه لري، هغه باید زده شي ، په علمي ډول ځان پرې پوه شي ، بیا د دې امکان شته چې یو څوک د غوره رهبر په صفت راڅرګند شي.

دا هم ولولئ

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

اسلامي تاریخ ته که مخه کړو ، رسول الله (ص) ته الله تعالی عجیبه انعامات ورکړي وو، تقوا، جراات ، پوهه ، همدردي ، اړیکې پالل ، رښتینولي، بردباري، ، دیانت ، په نفس باورهمدلي، ژور درک میړانه او داسې نور ،

د اسلام د خلفاوو تاریخ که وګورو هم همداسې موضوع وه او چې رهبر به ټاکل کېده پاس ځانګړنې به مد نظر نیول کېدلې .

  د وخت په تېرېدو سره د رهبري سبک او تیوریانې هم د تغیر په حال کې دي ، په عموم کې بیا تیوریانې يه دوو لویو برخو وېشو ،چې یوه برخه يې پخوانۍ تيورۍ دي،

 چې عبارت دې له: د لوی سړي تيوري، ځانګړتياوو يا خصلتونو تيوري، د مهارت تيوري، د رويې تيوري او

اقتضايي تيورۍ څخه دي او بله برخه يې بيا د رهبرۍ په اړه نوې يا معاصې تيوري ګانې دي، چې

عبارت دې له: ضمني رهبرۍ تيوري، د رهبرـ غړي اړېکو تيوري، خدمت کوونکي تيوري، جاذبې

تيوري، معاملوي تيوري، بدلوونکي تيوري ، حقيقي تيوري، غوره تنظيمونکي

تيوري څخه دي

د دې تیوریو په هکله ځینې څېړنې چې ما ولوستلې:

مثلا د استاګډیل په نوم عالم دی په ۱۹۴۷ کال څېړنه کې یې ټینګار په ټولنیزتوب، په نفس باور او ثبات باندې کړی دی ، مانا د اړیکو اړخ یې په خپله څېړنه کې مهم بللی دی ، د مان په نوم یو بل څېړونکی دی هغه هم په رهبری کې بهر لیدنه باندې ټینګار کوي ، یعنې رهبر باید بیرونی محیط لیدونکی وي.

ځینې نورې څېړنې چې د الفای کرونباخ روش په اساس تر سره شوې، د اخلاقیاتو ، شغلي بریا او متنوع رهبري اړوند وې

د هر یوې فیصدي په لاندې ډول ده.

۸۷ ٪ سلنه رول تنوع یا متغییروالی لري، چې باید رهبر خلاق وي ، ابتکارات رامنځته کړي.

۸۹٪ سلنه رول شغلي بریا لري، چې باید رهبر لاس بری وي.

۸۶٪ باید اخلاقي فضا رامنځته کړي رول لري.

عملا چې موږ یې په اداراتو کې وینو

رهبر باید جنټیک یا ارثي هم رهبر وي، د جرات ، کرکټر او جوړښت ځانګړنې باید ارثا ولري.

د دې ترڅنګ رهبر باید ټولنیز شخص وي ، هم باید په بیروني چاپیریال او هم باید په داخلي چاپیریال کې ښې اړیکې ولري او وپالي ، پرته له اړیکو به رهبر یواځي ځان پېژني ، بل هیڅوک نه .

تقوی، پاک لمني، ابتکار، مېړانه او بشپړ مهارت د رهبر لپاره نهایت اړین دی، په دې مفهوم چې رهبر باید په خپلو چارو کې ماهر او پوه وي ، یا په بله مانا د دې برخې متخصص وي، معمولا هغه رهبران په ادارو کې ناکام دي، چې مادونان یې تر دوی زیات مهارتونه ولري، بیا کاریزماتیکه رهبري له دوی هیڅ نه شي کولی. په نهایت کې د یادو شویو دریو برخو ترکیب د رهبر لپاره نهایت ضرور دی ، هم باید پیدایښتي رهبري خصوصیات ولري، هم مهارت او هم باید د بیرونکي محیط سره د اړیکو پالونکی وي

بالاخره رهبر باید لاندې ځانګړنې ولري:

وړتياوو پېژندنهوبهر ليدنه،ديانت،د احساساتو ثبات،مهرباني،موافقت،هڅونه،ټولنيزه هوښيارتيا،په ځان کنترول،احساساتي،هوښياري،تحريکول او تشويقول،ريښتينولي،په نفس باور، د خبرتيا اګاهي) وړتيا درلودل

پوهه.د مسؤليت پېژندل او د دندو ترسره کولو سره لېوالتيا.،هدف ته د رسېدلو لپاره توانايي او ټينګار.

خطر قبلونه په ځانګړي ډول د ستونزو په حل کې، په ټولنيزه موقعيتونو کې د نوښتګرو حل لارو څخه د ګټې اخيستنې لېوالتيا درلودل.،په خپل نفس باور او د شخصيت پېژندنې احساس.،د پرېکړو او فعاليتونو څخه د ترلاسه شويو پايلو قبلول.

 د شخصي ناراحتۍ او رواني فشارونو په مقابل کې د تحمل شتون.،د ستونزو حلولو لپاره صبر او انتظار درلودل.

د نورو په کړنو کې د اغېز درلودلو قوت درلودل.، د ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ټولنيزو اړيکو د سيستم تنظيم وړتيا درلودل.

سرچینې :

1. احمدزی ببرک: تيوريهای رهبری و مديريت علمی

2. قریشي،عرفان: رهبري

3. www.leadership.com

 

 

 

مخکینې مطلب

جنرال عاصم منير د پاکستان د پوځ نوی مشر ټاکل شوی

بل مطلب

د نظام ساتنه

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
ټولنه او اجتماع

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
ټولنه او اجتماع

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 28, 2023
ټولنه او اجتماع

لندن تاریخي جګړه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
ټولنه او اجتماع

‏د یوه یهودي د اسلام راوړلو سبب او د اسلام حقانیت

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 23, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com