امین وردګ
که د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ -تېرو تاریخونو ته یو ځغلند نظر وکړو، نو دا نکته به ښه راته جوته شي چې؛ هر نظام د ممبر پر مټو نړول شوی او د ممبر پر مټو ګټل شوی هم دی، نو باید چې د ممبر قوت او (د سیاست په ډګر کې یې) تر ټولو قوي موقف ته په پوره دقت او ځیرکتیا سره وکتل شي.
څرنګه چې په تېر شل کلن (او آن څلور څلوېښت کلن) جهاد کې دلته ممبر کوم رغنده رول لوبولی او د استقلال تر ټولو قوي عامل دی- نو باید چې ورته شا نه کړو.
په افغانستان کې سنګر ممبر ګټلی ، نو باید چې د سنګر فاتحان د ممبر ساتونکي وي، ځکه چې د حکومت رمز او راز یې په همدغه ممبر کې پټ دی، هسې نه چې شمېره یې د دښمن لاسته ورشي او نظام پرې چلنج کړي.
د افغانستان حاکم نظام مسؤلیت لري چې د سترې محکمې تر نظارت لاندې د دریو (حج اوقاف، امربالمعروف او نهی عن المنکر، ښوونې او روزنې) وزارتونو ته دنده وسپاري تر څو د یوه ګډ علمي او مسلکي کمیسیون پر مټو د ټول افغانستان د جوماتونو امامان ثبت کړي.
په دغه کار سره به حاکم نظام لاندې لاسته راوړنې خامخا ولري.
ا- د (مذهبي لزوملید او خصوصیاتو په نوم) غلاګانې به ختمې شي.
ب – د امام حقوق به تعین او پر خپل وخت به ورته رسیږي.
ج – د نظام پر وړاندې به د شورش جرئت له منځه لاړ شي.
د – ملت او حکومت به سره یو شي.
ه – حکومت به د ملت له هر حال څخه پر وخت خبریږي.
و- د مختلفو فکري اختلالاتو مخنیوی به وشي.
ز – مذهبي ملوک الطوائفۍ به ختمې شي.
ح – دیني اقشار به سره متحد شي او پر واحده لیکه به یون کوي.
ط – دین او مذهب به مو له کلتوري ارکانو څخه په امن شي.
ی – عالم او معلم به سره وپېژندل شي.
ک- وړ او ناوړ کسان به سره بېل شي.
ل – کار به اهل کار ته وسپارل شی.
م – د امام ذلت به ختم او عزت به یې زیات شي.
ن – امام به په ریښتیا امام او د مزدور لقب به یې ختم شي.
س – عام خلک به د دین له اساساتو څخه په ریښتیا سره خبر شي، خپل موقف او د امام موقف به وپېژني.
ع – امام به غلا ته د جواز په فکر کې نه وي او مقتدي به بیا د مسکین مال پر امام نه خوري؛ ځکه چې خبر به شي او پوه به شي.
ف-اوړی او ژمی به مو په جوماتونو کې یو ډول آذانونه او جماعتونه کیږي.
ګورئ ملګرو!
زه په جرئت سره وایم چې: په ځینو کلیوالو سیمو کې ځینې امامان غلاوې کوي؛ خو دوی د نورو غلو په توګه پټ نه دي ! بلکې په نره یې (د محراب په منځ کې) غواړي او که یې ورنکړې نو حتماً بې آبه کېږې.
دوی زکات، نذرونه او صدقات، فطر، عشر، عشرون، فدیې، د قربانۍ ثلث، پوستکي او داسې نور… شیان ټول د ځانونو حق بولي او په سپینسترګۍ سره یې طلبوي ! که څه هم چې دی به مسکین نه وي.
د وړوکي اختر په ورځ په لوډسپېکرو کې همدا یو حدیث شریف وایي چې: (( ګورئ! که صدقه د فطر ورنکړئ، روژې به مو د آسمان او ځمکې تر منځ اوېزاندې پاتې وي)) ګواکي الله یې تر هغو نه قبلوي چې څو فطر ادا نشي.
د چرسو، تریاکو او پوډرو عشر فرض بولي او همغه ته یې اړولي وي؛ مګر خلکو ته دا نه وایي چې: پاس شیان پر چا او کومو شرائطو سره فرض/ یا واجب دي؟ او حق د چا دی؟ باید چاته ورکړل شي؟
د فطر په صدقو کې یې هم ځانونه غرق کړل او هم بې علمه مقتدیان.
امامان دا حقوق د ځانونو بولي او مقتدیان بیا پر یوه مرمۍ دوې مرغۍ ولي او هغه داسې: دوی له یوې خوا خپلې غاړې خلاصوي او د فطر واجب ادا کوي، خو له بلې خوا یې بیا په بدل کې د جومات له امام څخه د تراویحو لمونځ غواړي.
عیناً لکه چې یو چاته د کار په بدل کې زکات ورکړل شي! نو تاسو دغې نکتې ته سم ځیر شئ! آیا زکات ادا کیږي؟
زه هر کال دوه ځله د فطر صدقه ورکوم! یو ځل مستحق چا ته چې واجب راباندې پاتې نه شي، بل وار د جومات امام ته چې دی او خلک رانه خفه نشي، یا مې په لیست کې غیر حاضر و نه لیکي.
تاسو تحقیق وکړئ، ټول کلیوال خلک له دغې ستونزې سره مخ دي خو څوک د امام پر وړاندې د نقد جرئت نشي کولای؛ یوازې امین لېونی دی چې دا ډول جسارتونه کوي، چې پر دغو نیوکو یې بلا دښمنۍ هم ګټلې.
خلاصه دا شوه چې: حاکم نظام باید له هر څه وړاندې ټولو جوماتونو ته امامان و ټاکي او امر ورته وکړي چې: عام خلک په ریښتیا له دین څخه خبر کړي او په بدل کې یې څه ترې و نه غواړي.
بیا هم تأکید کوم چې په دغه کار کې د اسلامي نظام د پایښت او بقا رمز پروت دی او که یې مخه و نه نیسئ همدغه مړژواندي تش په نوم امامان به یو وخت درته سردرد شي ، خو هغه وخت به بیا اوبه تر ورخ تېرې وي؛ نوره مو خوښه.