چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانستان ته د حنا رباني کهر سفر یو ډیپلوماټیک حق دی

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 30, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
41
ځلې شریک شوی
508
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

محمد جاوید فدائي
افغانستان ته د حنا رباني کهر راتګ یو ډیپلوماټیک سفر و چې د ډیپلوماټیکو اصولو په رڼا کې ترسره شو. د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون د ډیپلوماټیکو اړیکو یو نړیوال تړون دی چې د خپلواکو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو چوکاټ ټاکي.
د دغه تړون هدف دا دی چې د حکومتونو ترمنځ د یونیفورم طرزالعملونو او اصولو له لارې د دوستانه اړیکو پراختیا اسانه کړي؛ په ځانګړې توګه دا د ډیپلوماټیک مصؤونیت اوږدمهاله دود تائیدوي چې ډیپلوماټیکو ماموریتونو ته امتیازات ورکوي.
د ویانا کنوانسیون له مخې کوربه هیواد مکلف دی چې د بهرنیو ډیپلوماټانو ټول امتیازات ورکړي او هیڅ کوم ډیپلوماټ د جبر یا ځورونې له ویرې پرته خپل ماموریت ترسره کړي.
د ویانا کنوانسیون د عصري نړیوالو اړیکو او نړیوالو قوانینو بنسټ دی چې په نړیواله کچه د خپلواکو هیوادونو او ملګرو ملتونو لخوا تصویب او لاسلیک شوی دی چې هیڅوک یې له اصولو څخه سرغړونه نه شي کولای.
د ویانا کنوانسیون تړون له مخې ډیپلوماټانو ته یو شمېر امتیازات ورکړل شوي چې په لاندې کرښو کې به لنډیز سره ذکر شي.
د ٢٠ مادې له مخې د رالیږونکي دولت ډیپلوماټان کولای شي خپل بیرغ او نښان د خپل ماموریت په ساحه یعني سفارت او کونسلګرۍ کې وکاروي، چې د ماموریت د مشر یعني سفیر یا کونسل د استوګنې ځای او موټر هم پکې شامل دي.
د ٢٤ مادې له مخې د ډیپلوماټیک ماموریت ارشیف او اسناد محرم دي او کوربه هیواد هیڅ حق نه لري چې د ډیپلوماټانو اسناد یا ارشیف خلاص کړي.
د ٢٧ مادې له مخې کوربه هیواد باید د ډیپلوماټیک ماموریت او د دوی د هیواد د ډیپلوماتانو ترمنځ د آزادو اړیکو اجازه او ساتنه وکړي. کوربه هیواد باید ډیپلوماټیک بېګ هیڅکله خلاص نه کړي، که څه هم ډیپلوماټ له خپل مصؤونیت څخه ناوړه استفاده کړې وي او بېګ کې یې ممنوع څیزونه ځای پر ځای کړي وي.
د ٢٩ مادې له مخې ډیپلوماټ باید د هر ډول نیولو یا توقیف څخه مصؤون وي او کوربه هیواد باید د نوموړي د شخصیت او وقار د ساتنې لپاره ټولې هڅې وکړي.
د ٣١ مادې له مخې ډیپلوماټان د کوربه هیواد د مدني او جنایي جرمونو پر وړاندې قضائي مصؤونیت لري، البته که ډیپلوماټ د رسمي دندې څخه بهر نور فعالیتونه ترسره کوي نو بیا یې خپل مصؤونیت ختمیږي او ٣٢ مادې له مخې دولتونه کولاي شي د ډیپلوماټ معافیت معاف کولو اجازه په صریح ډول ورکړي.
د ٣٤ او ٣٦ مادو له مخې ډیپلوماټیک ماموریتونه له مالیاتو او ګمرکي محصول څخه معاف دي. د ٣٧ مادې له مخې د ډیپلوماټانو د کورنۍ غړي چې په کوربه هیواد کې ژوند کوي د ډیپلوماټانو په څیر د خوندیتوب څخه برخمن دي.
افغانستان د ویانا کنوانسیون د ډیپلوماټیکو اړیکو نړیوال تړون د ١٩٦٥ د اکتوبر په ٦ لاسلیک کړی دی چې د تړون ټول اصول به د ډیپلوماټیکو اړیکو پاللو پر مهال مراعتوي. د ویانا کنوانسیون مراعتول په ټولو هیوادونو باندې لازمي دي، هیڅ هیواد نه شي کولای چې خپل هیواد کې بهرنیو ډیپلوماټانو سره د ویانا کنوانسیون خلاف سلوک وکړي. د کنوانسیون تطبیق په کمزوریو او پیاوړيو هیوادنو پورې اړه نه لري، د روس – امریکا، پاکستان- هند او ایران- عربستان په څېر سر سخت دښمن هیوادونه هم نه شي کولای چې د شخړو پر مهال ډیپلوماټیک اصول تر پښو لاندې کړي.
په همدې اساس د حنا رباني کهر سفر ډیپلوماټیک و او څوک چې د افغان چارواکو سره د نوموړې ملاقات باندې نیوکې کوي د ډیپلوماټیکو اړیکو څخه بالکل ناخبره دي او نیوکې یې هیڅ اساس نه لري. ځکه چې د پاکستان یا بل هر هیواد څخه راتلونکي ډیپلوماټان د خپلو هیوادونو لخوا را استول کیږي، د افغانستان حکومت د ډیپلوماټانو په ټاکلو او یا د دوی په لباس خوښولو کې هیڅ حق نه لري.
همدارنګه افغان ډیپلوماټان هم په افغاني لباس او پګړۍ کې نړیوالو کنفرانسونو کې بغیر د کوم جبر یا ځورونې څخه په آزاده فضاء کې ګډون کوي. که چیرې د ډیپلوماټانو په لباس او راتګ باندې کوربه هیواد د نیوکې یا بدلون حق درلودی، نو هیڅکله به افغان ډیپلوماټان په اروپايي، آسیایي هیوادونو او مسکو کې نړیوالو کنفرانسونو او یا هم د امریکا سره مخامخ مذاکراتو کې په افغاني لباس کې د ګډون اجازه نه وه ترلاسه کړې.
سربیره پردې افغان حکومت تراوسه یوازې په ډي فکټو بڼه (مؤقتي یا ضمني رسمیت) رسمیت لري، چې دا د ډي جوري رسمیت (دایمي یا څرګند رسمیت) لومړۍ مرحله ګڼل کیږي. د معاصر نړیوال قانون او نړیوالو اړیکو په رڼا کې نوي حکومتونه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو لخوا د ازمېیښت لپاره یوازې په ډي فکټو بڼه رسمیت باندې پیژندل کیږي. ډي فکټو رسمیت د هر هیواد یا نوي حکومت لپاره د ازموینې مرحله ده چې یوازې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره پالي او نړیوالو کنفرانسونو ته یې دعوتوي، ترڅو ډي جوري یا دایمي رسمیت پېژندنې ته د رسېدو لپاره نړیوالې ټولنې ته د خپلو مسؤولیتونو ترسره کولو ازموینه ورکړي.
لنډه دا چې څوک د حنا رباني کهر سفر ته د افغان حکومت هیڅ غبرګون نه څرګندولو او یا هم د لوړ پوړو چارواکو د ملاقات څخه ډډه نه کولو باندې نیوکه کوي، هغوی غواړي چې افغان حکومت نړیواله کچه باندې نور هم منزوی کړي، ترڅو چې افغان حکومت د ډیپلوماټیکو اصولو څخه سرغړونه باندې تورن شي او د رسمیت په تړاو ترلاسه شوی باور یې د نړیوالو پر وړاندې ختم شي.

لوی ټکي: حنا ربانيدیپلوماتیک حقسفرکابل
مخکینې مطلب

کويټه: پر پوليسو «موټربم» بريد کې تر ۲۰ زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

ممبر ته باید شا نه کړو!

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com