کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر “عبیدالرحمان نظاماني” سره کتلي دي.
آغلې کر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په داسې ډیپلوماتانو ویاړي چې په نه ستړو کیدونکو هلو ځلو او زړورتیا سره د خپل هېواد لپاره کار کوي.
آغلې کر له هغه وروسته افغانستان لپاره د خپل هېواد له سفیر سره کتلي چې تېره اوونۍ افغان پلازمینه کابل کې د پاکستان پر سفارت ترهګریز برید تر سره شو چې په پایله کې یې یو پاکستاني ساتونکی ټپی شو او تر برید وروسته پاکستاني سفیر او نور لوړ پوړي ديپلوماتان اسلام آباد ته وغوښتل شول.
د ویلو ده چې تر برید وروسته د افغان خارجه وزیر “ملا امیر خان متقي” د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر “بلاول بوټو زرداري” سره په تلیفوني خبرو کې د یاد برید غندنه کړې وه او ښاغلي زرداري ډاډ ورکړی و چې پاکستان له افغانستان څخه د خپلو ديپلوماتانو د ایستلو پلان نه لري.


















