کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه تنه افغانان (نارينه، ښځينه، ماشومان) آزاد او خپل هیواد ته ستانه شول.
نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۷ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په ټويټر پاڼه ليکل شوي چې د ياد سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په نتیجه کې د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغانان چی (۵۴) زنانه او (۹۷) ماشومان هم پکې شامل دي، ډېر ژر به په څو شیبو کې آزاد او خپل وطن ته ولیږدول شي.
د سفارت تر يادې خبرپاڼې خپرولو وروسته د سفارت له لوري دوه ويډيوګانې خپرې شوي چې ښځينه بنديانې له جيلونو راوځي او دغه راز لوی- لوی بسونو کې خوشې شوي افغان بنديان ناست وي، ترڅو خپل هېواد ته واړول شي.
په اسلام اباد کې افغان سفارت ويلي، چې د زندانيانو د ترانسپورت، د لارې او خوراک څښاک او جامو ټول مصارف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کیږي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یو تن هېوادوال؛ عبدالخلیل ولد عبدالباقی، د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي چې په زندان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، جسد هم له آزادو شویو زندانیانو سره یو ځای هېواد ته واستول شو.