شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نعمان دوست

ماښام و. د شهر نو د حاجي یعقوب جومات له دنګو منارو د ( حی علی الفلاح ) غږونه راتلل؛ خو په شهر نو پارک کې هغه ځوانان راټول ول چې په یو طرفه واټ، دومره لري تللي ول چې ( فلاح ) ته بیرته نشو راستنیدلای.

د دې خیرنو او ببر سرو ځوانانو په مټو کې د هیواد د ابادۍ پریمانه انرژي پرته وه؛ خو د زهرجنو لوګیو په حرارت ویلې شوې وه او له استفادې وتلې وه.

په دې تیاره کې راته د هر یوه ځوان مرۍ ته غځیدلي لاسونه ښکاریدل، لکه دا لاسونه چې د هغو کروندګرو وي چې کوکنار کري او بیا د خرڅون په پیسو یې عمرې هم ادا کوي. لکه دا لاسونه چې د هغو قاچاقبرانو وي چې د دغه شان ځوانانو په لولپه کولو خپلې کورنۍ ته ارامه او سوکاله ژوند ور ډالۍ کوي. لکه دا لاسونه چې د پولیسو د هغو ماموریتونو او حوزو وي چې امرصاحبان یې له ساقیانو سره لاس لري او له دې لارې په ترلاسه شویو پیسو خپلې کورنۍ ته تازه میوې اخلي او…

همدې چرتونو کې غرق وم چې په ونه ټیټ ځوان راغی. برګ دسمال یې له غاړې تاو و. خړ کوچنی پکول یې له پتلون او خړ جامپر سره په سر و. بکسه یې ډډې ته پرته وه. په راتګ یې ټول راټول ځوانان رانیغ شول. ما ویل که دا صحي رضاکار دی او اوس به دوی ته د مخدراتو زیانونه بیان کړي. ما ویل که دا کوم تبلیغي دی او اوس به ورته د ( دین او دنیا د کامیابۍ ) خبرې وکړي او… خو زما دا هر تصور غلط و. هغه، په یوه لاس تیارې جوړې کاغذۍ پوړۍ ( چې پوډر پکې تاو، ول) ورکولې او په بل لاس یې له دغو تدریجي مړو پیسې ټولولې.

دا د شاوخوا یوې لسیزې وړاندې کیسه ده ؛ خو نن ځکه رایاده شوه چې د کابل له ټولو د بدنامه ځای ( پول سوخته) خوشالوونکي تصویرونه مې ولیدل. پول سوخته؛ تک تور و. دا رنګ د ځوانانو لوګی شویو ځوانیو ورکړی و. د هغوی لمبه شویو هیلو او امیدونو ورکړی و او…

دردوونکې لا دا چې دلته کوچني ماشومان هم ول، لکه په سوزیدلې او له انګاره ډکه دښتنه کې چې سره ګلونه ولاړ وي او ورو ورو د انګار په تاو مړاوي کیږي.

د پول سوخته پاکول او له هغوی څخه د پوډریانو ټولول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږل یو ستر کار دی. دا د هغه داغ پاکول دي چې له کلونو کلونو راهیسې د پایتخت پر ټنډه شیطاني لاسونو ایښی و. خو کیسه، دلته نه خلاصیږي، دا اوږده کیسه لږ نوره هم غځیدلې او هغه دا چې:

هیڅ معتاد کې دومره انرژي نشته چې د مخدراتو د ترلاسه کولو لپاره په کیلومترو مزل ووهي. خامخا یو څوک شته چې دوی ته یې تر همدې ځایه رارسوي. غوښتنه دا ده چې په ټول قوت دغه ساقیان او ساقي خانې کشف شي. البته دا یوازې د کشفي ارګانونو کار هم نه دی؛ ټول ولس خپل وس مسوول دی، همکاري یې په کار ده او رهنمايي په کار ده.

د حرام، زهري او د افغانستان له عزت سره د لوبې کوونکي بوټي ( کوکنار) په کښت ټینګ او دایمي بندیز په کار دی. د پروسس د فابریکو نړول یې په کار دي. د کاروباریانو ګرفتارول یې په کار دي او دا هله کیږي چې ولس د یوه مسوولیت له مخې له اړونده منسوبینو سره خپل اطلاعات شریک کړي. کنه، پُلونه خو ډير دي، شاید ، خدای مکړه، سبا یو بل پول، ( پول سوخته) شي.

Related Articles

Back to top button