امریکا: په یوه ښوونځي کې دوې زدکوونکې په ډزو وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د امریکا د اریزونا ایالت د ګلنډيل ښار په یوه ښوونځي کې د نا معلومو وسله والو له لورې دوې زدکوونکې ووژل شوې.
د یاد ایالت د یاد ښار د پولیسو افسر ټریسي برېډن پرون رسنیو ته د یادې پېښې په تأیید کې وویل چې «یادې دواړې زدکوونکې چې د ۱۵ کالو دي، په ډزو سره وژل شوي، او جسدونه یې هم یوې کیفي ټیریا ته نږدې موندل شوي دي.»
د یادولو ده چې هر کال په امریکا کې د وسلو او چاقوګانو په مټ ۳۳ زره خلک وژل کیږي.



