جان سوپکو: د لسګونه میلیارده ډالرو لګښت برسېره، افغان ځواکونه لا هم د طالبانو پر وړاندې کمزوري دي

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا چې په هېواد کې طالبان د امنیتي ځواکونو پر خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي، او ورځ تر بلې افغان ځواکونه په شا ځي، چې له کبله یې ډېری سیمې د طالبانو په لاس کې دي.
په دا وروستیو کې هم یو شمېر امریکایي چارواکو او ادارو د افغانستان په روانه وضعه اندېښنه وښوده، چې اوسمهال هم د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو د افغان ځواکونو ټیټ مورال ته په کتنې سره حیرت ښودلی او ویلي یې دي چې:
«له ۲۰۰۲م کال را هیسې له افغان ځواکونو سره د امریکا له لورې ۶۴ میلیارده ډالره مرسته شوې خو لا هم افغان ځواکونه د طالبانو سره په جګړه کې له ماتې سره مخ دي.»
سوپکو همدا شان ویلي دي چې اوسمهال هم یو شمېر ولایتونه د طالبانو د لاسته لوېدنې له ګواښ سره مخ دي.
د یادولوده چې یو شمېر کارپوهان د افغانستان د اوسنۍ وضعې مسئول دوه سری رژیم (ع، غ) بولي.



