افغانستان بانک روانه اونۍ يوځل بيا ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي چې غواړي د (1401/11/19) نېټه د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۷) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي، چې په شرایطو برابر کسان دې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي زياتوي د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

‏د بانک د خبرپاڼې له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button