د یوه افغان موچي کیسه
د ماښام لمانځه له جماعت څخه را ووتم، لږ مخته چي راغلم، پر يو چوک د يو لښتي د پله پر سر، په خاورو او دوړو کي د يوې رېړۍ نيمي رڼا ته يو موچي ناست دی، سامان يې سره ټول کړی دی، بکس ته قلف ور اچوي.
زما چي سترګي پر ولګېدې، نو مي ورته وويل: ورورجانه! ما غوښتل چي ته مي بوټونه وګنډې، خو دا دی تا سامان سره ټول کړی دی، خير نو سبا ته دي پاته وي.
موچي را ته وويل: نه نه، هيڅ خبره نه ده، زه په يوه ګړي بيرته سامان سره خلاصوم او ستا بوټ درجوړوم، ځکه چي زه همدا اوس په همدې چرتونو کي ورک وم چي کور ته به ماشومانو ته وچه ډوډۍ په څه شي را نيسم، دا دی الله تعالی ستا کار را باندي پېښ کړ.
نوموړي راته وويل: ته يو وار دلته زما پر پټو کښېنه زه به ژر لمونځ وکړم وروسته به ستا بوټونه در جوړ کړم .
د بوټ جوړولو په دوران کي مي ځني وپوښتل چي آيا تا په ټوله ورځ د وچي ډوډۍ پيسې هم نه دي ګټلي؟
هغه راته وويل: په ټوله ورځ مي دېرش افغانۍ مزدوري کړې ده، مګر زه شپږ تنه عيال لرم، پنځه مي لوڼي دي او يو مي زوی دی، ځکه خو فکر اخيستی وم چي کور ته به ډوډۍ څنګه وړم.
ويل: په شپږ مياشتي مي د غوړو د ډبې قيمت نه دی معلوم کړی چي په څو ده او په څو نه ده.
چي رښتيا سي زړه مي ډېر ودردېدی، ما ويل سبا او بل سبا روژه مبارکه هم را روانه ده او د خلکو دغه حالت دی.
په جيب کي چي څو نوټه را سره وه، د بوټ له مزدورۍ سره مي هغه هم ورکړه، سړی ډېر زيات خوشحاله سو، ويل: حاجي صاحب! بخښنه به را ته کوې چي ته مي په دې دوړو کي کښېنولی وې.
ما ورته وويل: ته ټوله ورځ همدغو دوړو او خاورو ته ناست يې، نو يو ګړی دي زه هم ورته کښېنم هيڅ خبره نه ده، زما او ستا څه فرق دی.
د عبدالرؤف حقیار صاحب له وال نه


















