افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وایي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام يوځل بيا څلوېښت میلیون ډالر کابل ته را ورسېدل.

له افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو دا کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

د افغانستان بانک هیواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه د هرکلي ترڅنګ د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کړې او له یادې ټولنې يې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button