کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۱ل)
د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون خور ويلي، چې هېواد يې د امريکا او جنوبي کوريا پر ضد “چټک او قاطع” عمل کولو ته چمتو دی.
کیم یو اونګ چې په شمالي کوريا کې ستر اثر رسوخ لري، دا خبرداری یوه ورځ وروسته تر هغه ورکړ چې متحده ایالاتو د جنوبي کوریا د جنګي الوتکو سره په ګډه د کوریا د ټاپو وزمې پر سر د بي- ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پروازونه وکړل.
ټاکل شوې، چې د امریکا او جنوبي کوریا پوځ د خپلو متحدینو سره یو ځای د روانې میاشتې په وروستیو کې تر ټولو پراخ ځمکني نظامي تطبیقات بیا ځلې پیل کړي.
په همدې اړه د شمالي کوریا د حکومت له لوري په خپره کړې اعلامیې کې راغلي:” مونږ د متحده ایالاتو د ځواکونو او جنوبي کوریا د لاسپوڅي پوځ په لالهانده نظامي اقداماتو نظر ساتو او تل د خپل قضاوت سره سم د مناسب، چټک او قاطع عمل کولو لپاره د تیارسۍ په حال کې یو”.
جنوبي کوریا وايي، دې نظامي تطبیقاتو د شمالي کوریا د احتمالي یرغلونو په مقابل کې د متحدینو د قاطع ځواب ویلو وړتیا څرګنده کړه.
په عين حال کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بي-۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پرازونه “بې باکانه” بللي او زياتوي چې دا ډول کړنې د کوریا په ټاپو کې وضعیت داسې “ژورې کندې ته ټیل وهي چې هیڅ تل نلري”.


















