کورنيو چارو وزارت وايي، ۳۶ تنه يې د غلا، نشه يي توکو د خرڅلاو او نورو جرمونو په تړاو نيولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه د غلا، ناقانونه لېږد او وسلو ساتلو په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نیولي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوی کې، ۷ تنه غله په کابل، څلور وسله وال غله په کندهار، ۴ کسه د وسلو د قاچاق په تړاو په پکتیا ‏درې غله په زابل، ۲ تنه د اسنادو د جعلي کولو په تړاو پکتیکا، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په سرپل او دوه تنه نور په بامیانو او فراه ولایتونوکې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

‏دغه راز ياد وزارت په يوه جلا ټويټ کې ويلي، چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو د هیواد په څلورو ولایتونو کې د نشه یي توکو یوه کارخونه ویجاړه، ۱۰ تنه د یادو توکو د خرڅلاو او لېږد په تړاو نیولي او د نشه یي بوټو کریې له منځه وړی دی.

وزارت زياتوي ، په دایکندي ولایت کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې یو تن نیول شوی، ۹ تنه په هرات او خوست کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.

دغه راز، د کندهار ښار اوومې حوزې ته څېرمه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button