د پاکستان او افغانستان ترمنځ د T20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن پیلېږي

کابل ټکی کام (جمعه، د وري ۴، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن د جمعې په ورځ د متحده عرب امارات په شارجه اسټيډیم کې پیلېږي.

د دې لوبو لپاره د دواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې عرب اماراتو ته رسیدلي او په دوبۍ کې ورته تود هرکلی ویل شوی.

ټاکل شوې ده ننۍ سیالي به د پاکستان پر وخت د شپې نهه او د افغانستان پر وخت اته نیمې بجې پیل کیږي.

ددې لړۍ دوهمه سیالي به په 26م اؤ وروستۍ سیالي به په 27م مارچ کیږي.

تر دې مخکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سياليو کې د دواړو هېوادونو د سيالبينانو ترمنځ شخړه شوې وه.

رسنۍ وایي، د دې سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ بورډ د مشر نجم سیتي لخوا وړاندیز شوی دی چې په اسټیدیم کې باید د افغانستان او پاکستان سيل بين بیل بیل کښېنول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button