کابل ټکی کام (جمعه، د وري ۴، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، شمالي کوريا نن د جمعې په ورځ د يوه داسې نوي ابدوز ډرون بريالۍ ازموينه ترسره کړې، چې د ايټمي حملې توان لري.
د شمالي کوريا رسنۍ ليکي، دا آبدوز داسې جوړ شوی چې د دښمنانو په سواحلو باندې یوه “رېډیو اکټېو ټسونامي” راوستلی شي.
شمالي کوريا دغه نوي آبدوز ډرون ته د “هاییل” نوم ورکړی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبرې ادارې وايي، د دې آبدوز ډرون کار دا دی چې:«په پټه توګه عملیاتي اوبو ته لاره پیدا کړي او د اوبو لاندې چاودنې سره داسې یوه ستره رېډیواکټیو تسونامي جوړه کړي چې د دښمنانو جنګي بېړۍ او غټ عملیاتي بندرونه له منځه يوسي.»