کابل ټکی کام (يکشنبه، د وري ۶مه، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لومړۍ لوبه کې د افغانستان تر بریا وروسته نن د دواړو هېوادونو ترمنځ منځ شل اوريزه سيالي ترسره کېږي.
د T20 نړیوال کرکټ د سیالیو د لړۍ دا دویمه لوبه ماښام ۸:۳۰ بجې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټېډيم کې ترسره کیږي.
د تيرې جمعې په ورځ په د متحده عربي اماراتو په شارجه سټیډيم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترسره شوې ټي20 نړیوال کرکټ د سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان وګټله.
د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشر ښاغلي راشد خان ویلي د لومړۍ سيالۍ په بریا زیات خوښ دي او هڅه به وکړي چې ددې لړۍ ټولې سیالۍ وګټي.
د معلوماتو پر اساس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نړیوال ټي۲۰ کرکټ د سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به هم په۲۷ م مارچ د شارجه په کرکټ سټيدیم کې تر سره کیږي.


















