کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د سرپل له کوهستاناتو ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې ۸۰ سیمه ییزو پولیسو خپلې وسلې حکومت ته سپارلي دي.
د سرپل د قمندن محمد آصف جبارخېل په حواله چې دغه سیمه ییز پولیس د تنخواګانو د کموالي له امله خپلې دندې پرې اېښي، او د کار کولو په نیت بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.


















