کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د بغلان ولایت له مرکزي بغلان څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د علي خواجه په سیمه کې دویمه لویه قرارګاه هم د طالب وسله والو لاسته ولوېده.
ځایي خلک وایي چې د دغې قرارګاه په نیولو سره د علي خواجه لویه سیمه، تیموریان، شش کپه او د ارباب رستم ټول کلي د طالب وسله والو تر ولکې لاندې راغلي دي، او د ملي امنیت ځواکونه له قرارګاه او له ټولې سیمې څخه په تېښته شوي دي.
ویل کیږي چې په دغه قرارګاه کې د امنیتي ځواکونو یو ټانګ له منځه تللی دی، او ګڼ شمېر وسلي او نور مهمات د طالب وسله والو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې په یاده قرارګاه کې تر ۷۰۰تنو پورې عسکر او پولیس اوسېدل چې له همدې قرارګاه څخه یې ټوله سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه.


















