کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۲)
اسرائيلي اشغالګرو پرون د بيت المقدس په مسجد اقصي جومات کې ۴۰۰ فلسطيني لمونځ کوونکي نيولي دي.
د فلسطيني رسنيو د راپورونو له مخې، د لمونځ کوونکو او اسرائيلي اشغالګرو ترمنځ ((اخډب)) هم رامنځته شوی، چې په پايله کې يې لسګونه فلسطينيان ټپيان شوي دي.په همدې حال کې حماس ډلې د اسرائيلو ياد اقدام غندلی او له فلسطين څخه يې غوښتي، چې له مسجد اقصا څخه دفاع وکړي.له غزې تړانګې څخه هم څو راکټونه د اسرائيلو لور ته توغول شوي، چې په غبرګون کې یې اسرائيلي ځواکونو د حماس ډلې پر څو مرکزونو هوايي بريدونه کړي، خو د زيانونو په اړه يې جزيات نه دي ورکړل شوي.
















