نبوي ممبر او د حسرت ساندې
کله چې د مکې له سوځنده غرونو په وچه صحرا کې د مدینې پر لور روان شې او د تخیل په ټال څوارلس سوه کله مخکې زمانې ته ور وګرځي، هلته چې خوږ رسول الله خپل کور کلی په ډېر حسرت سره تر شاه پرېږدي او د خپل صادق ملګري سره په وچو دښتو صحراوو د مدینې پر لور روانیږي، کله چې د سختې ګرمي پر مهال د عربي کوچیان وګوري او فکر کوې چې رسول الله د سختې لوږې پر مهال د کوچۍ ام معبد په کیږدۍ میلمه کېږي، کله چې فکر کوې چې رسول الله به له همدغو سوزنده او وچو دښتو ستړی ستومانه تېر شوی وي، کله چې وپوهېږی چې د رسول الله د معطرې روضې پر لور روان یې، کله چې منتظر و اوسې چې څه وخت به دې د نبوي مسجد په دنګو منارونو ګناهګارې سترګې لګېږی، کله چې د رسول الله مسجد ته داخلیږې، کله چې له باب سلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې روضې داخل کې لړزانده قدمونه اخلې، کله چې د امام الانبیاء و المجاهدین حضور ته خپل درود او سلام تقدیموې.
دا پورته ټولې صحنې په پینځلسمه هجري پېړۍ کې د یو مسلمان ځوان لپاره د اوښکو او سویو اسویلیو پرته بله ډالۍ نلري.
کله چې د نبوي مسجد هغې دروازې ته د انتظارشیبې لنډوې کومه چې ریاض الجنة ته ور خلاصه ده او کله چې د نبوي مسجد هغې احاطې ته داخل شې د کومې تهداب چې رسول الله پخپلو مبارکو لاسونو ایښی دی او وپوهېږې چې زه په هغه مکان ولاړ یم کوم چې رسول الله یې پخپلو مبارکو لاسونو بنا کړی دی ، کله چې د نبوی ممبر او محراب منظر ته په اوښلنو سترګو کتل کوې
کله چې فکر کوې دلته به رسول الله ناست وو او د نبوي ډېوې پتنګان به ورته غوږ غوږ وه،کله چې فکر کوې هلته ببرسري اصحاب صفه ناست وه ، کله چې دې فکر څوارلس نیم سوه کاله پخوا منظر ته یوسي، هلته عمر ناست وي ، هلته بلال د اذان لپاره پورته شي شي، هلته ابوبکر د خپل حبیب سترګو ته ځیر وي، هلته علی حیدر توره پر لاس ولاړ وي هلته د یمنیانو وفد حاضر شي، هلته د بدر پر لور د تګ لپاره د مصعب بیرغ پر لاس ولاړ وي، هلته د کسر او قیصر دنګو ماڼیو او فرعوني واکمنانو ته د توحید او محمدي رسالت پیغام لېږل کېږي…..
کله چې د نبوي مسجد عظمت او عروج ستر تاریخ ټکي په ټکي په اوښکو او اسویلیو له تخیل تېروې، هغه د اُحد، خندق، حنین، تبوک، خیبر او موته تیاریانې، هغه د ایثار او هیبت زندګي، هغه د صدیق خلافت، هغه د عمر عدالت او هغه د عبدالله بن عمر او عبد الله ابن عباس د درس حلقې…..
د نبوي مسجد دا دروند منظر د اُمت په دې زمانه کې د حسرت او اوښکو پرته بله ډالۍ نلري.

















