کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د بغاوتګرو د يو قوماندان په شمول ۸ تنه وژل شوي دي.
د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۲۲۱ شهيد آفتاب فرقې مجاهدينو د دغه ولايت د سالنګ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د بغاوتګرو پر پټنځای عمليات تر سره کړي، چې په پايله کې د بغاوتګرو د يو قوماندان اکمل «اميري» په شمول ۸ تنه وژل شوي دي.
د دفاع وزارت خبر زياتوي، په دغه عملياتو کې ۱ راکټ٫ ۲ پيکاوې٫ ۴ کلاشينکوف، ۲ کارميلې او ۱ د شپې ليدلو دوربین د مجاهدينو لاسته ورغلي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مجاهدین به هيڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنکړی چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ياد وسله وال کسان کومې ډلې پورې مربوط دي، خو د مقاومت په نوم جبهه چې اوسنی حکومت يې ياغيان بولي ځينې کسان يې وخت ناوخت وسله وال فعالیتونه کوي چې ډېر کله د ا.ا.ا ځواکونه يې پر پټنځايونو عمليات کوي او له منځه يې وړي.

















