ملي پراختیا شرکت: تېر کال مو ۸۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۲ل)
د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني رییس عبدالله احمدزي د دې شرکت د کلني راپور وړاندې کولو په غونډه کې وویل، دې شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په خپلو داخلي عوایدو، ۸۳ پروژې بشپړې او اړوندو سکټورونو ته سپارلې دي. د هغه په وینا، پهدې پروژو کې جامع جوماتونه، د فاتحهخوانۍ تالارونه، ورزشي جمنازیمونه، د پوهنتونونو لیلیې، د روغتونو انتظار خونې، کمپیوټر لېبونه، سل بستریز روغتونونه، د قوشتېپې څېړنیز فارم رغونه او همداراز په لالا ښارګوټي کې د یوه سوداګریز مرکز رغول، شامل دي.



