د کوچي د خوښې درې حدیثونه

د کوچي د خوښې دری حدیثونه

حامد افغان

یو عرب کوچي له مشهور محدث امام سفیان بن عیینة رحمه الله سره شاګرد و او دری زره حدیثونه یې ورنه زده کړل، بله ورځ چې ورنه رخصت کیدی امام ورته وویل: زموږ په دومره حدیثونو کې دې کوم حدیثونه ډېر خوښ شول؟ کوچي ورته وویل: دې ټولو کې مې دری حدیثونه ډېر خوښ شول:

① د عائشې حدیث چې رسول الله ﷺ له حلوا او شاتو سره مینه لرله. {أن النبي ﷺ كان يحب الحلواء ويحب العسل}.

② بل هغه حدیث چې رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې ماښامنۍ ډوډۍ تیاره شي او د ماخوستن لمانځه وخت شي نو لومړی په ډوډۍ برید وکړئ. {إذا وضع العشاء وحضرت الصلاة فابدأوا بالعشاء}.

③ دریم هغه حدیث چې رسول الله ﷺ فرمایي: په سفر کې روژه نیول ښه کار نه دی. {ليس من البر الصيام في السفر}.

تذکرة الحمدونیة

#تکرار

مربوطه مطالب

Back to top button