یکشنبه, جولای 13, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

یو دېرشمه فی البدیهه مشاعره !

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 23, 2023
کټګوریانې: ادب, شعرونه, مهم
0
23
ځلې شریک شوی
288
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

دا هم ولولئ

غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

خامنه‌يي: قطر کې پر امریکايي اډې برید ستره پېښه وه؛ شونې ده بیا تکرار شي

عبدالملک حوثي حماس ته: صهیونیستي پوځ جګړه بایللې، خبرو کې پر خپل دریځ کلک پاتې شئ

نیټه: ۳/محرم الحرم/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
پـه لـویه لاره کـې له تلو پاته یم
لکه ړنګ پل د چا د پښو پاته یم
ارواښاد استاد پسرلی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وږی نظر یمه له تلو پاته یم
لکه سرخي په اننګو پاته یم
شرر ساپی

د سپینو دنګو غاړو څیرې أمېل
له ملالیو ناهدو پاته یم
منتظر نجرابی

تصویر د دوو ملالو سترګو لرم
دوه څاڅکي اوښکې د رنجو پاته یم
پیر محمد کاروان

لکه خبره د کولو نه يم
بار يم د خپل زړه په اوږو، پاته يم
عبدالمنان اورښت

چي یم د چا د انتخاب لاروی
خو له صحبته د هغو پاته یم
محمودي انصار

د یو روښانه سباون په امید
هم له خوږو هم له ترخو پاته یم
قاري یوسف احمدي

چې د ګل شونډ ته پسخېږمه نو
خود به په غېږ کې د اغزو پاته یم
سمیع الله تړون

ورو، ورو شرنګېږم خبرومه خلګ
لکه ځنځير پر دروازو پاته يم
نبيل شباب

د سرابونو جل وهلى يمه
تږى نظر يم په غرمو پاته يم
نور الحبیب نثار

زما نسب پسې کتاب وګوره!
لکه پيروی له شودو پاته يم
طالب جان مروت

ستا خاموشي تر کلو واوښته او
زه لا په چیغو په نارو پاته یم
نقیب احمد عزیزي

ما کله ویلي چې درتللی نه شم؟
ما کله ویلي چې له پښو پاته یم؟
حفیظ الله هاتف

لکه د هجر درد خوړلې اوښکه
لا دې پر سر د اننګو پاته یم
هاشم ذاکر مهاجر

له ډېره وخته مې ليدلی نه يې
له ډېره وخته بې شعرو پاته يم
نور قانع

زاهده! ته خو مینه نه پیژنې
زه مست جنون کې له توبو پاته یم
ثاقب خپلواک

چې یې د نوک ځواب په سوک ورکاوه
زه له هماغو پرګنو پاته یم!
مهاجر فراهي

د ویښ ضمیر خبرې نورې اشنا
اوس دې نو ځکه له نازو پاته یم!
راشد جالب

خدای مه کړه زه خو به مړ شوی نه یم?
چې په سرونو د اوبو پاته یم
عبدالمجید پل

د جنتونو دوزخونو ربه!
ځان ته به څومره په سوالو پاته يم
محمد الله درد

جهان مې ټول په زخمي پښو وینې کړ
ستا د وربل له ځنځیرو پاته یم
جهادي عمري

سجده کې هم له ربه تا غواړمه!
اوس له تقوا او له توبو پاته یم
عزیزالرحمن ایاس

د مينه نښه شومه نه ورانېږم
په لويه لاره ستا له پښو پاته يم
ګل رحمن رحماني

يو ستا د حسن تماشې ته ناست يم
د ژوند له نورو اندېښنو پاته يم
ضیأ ضمیر

زړه ته مې ونيسه او ښکل مې کړ لږ
له ډېرو ورانو حادثو پاته يم
عمران الله خنجر

ژوند مې د خپلو ارمانونو قاتل
زه د خوښیو له لیدو پاته یم
اکرام الله امېد

اینې ته وګورم مسکی ووایم
مړی خو یم له ښخېدو پاته یم
حیات خان همت

زه له توبو نه په توبو پاته یم
جام د اخلاص د میکدو پاته یم
پیر محمد کاروان

لاس راکوه چې د رنه یومې نه سي
پيره د خيال پرکنارو پاته يم
صبغت الله مدبر

ساقي د وصل جام دې مه سپموه
تږی ملنګ یم له مودو پاته یم
راشد کامران

چې نازولم يې په لاره لاره
په نيمه لاره له هغو پاته يم
عبدالمنان اورښت

ستا د زړګي د محراب حق مې نه و؟
چې ستا د عشق له مدرسو پاته یم
انعام الحق انصاري

زما خندا زما د زړه قـتلول
خوله کې د غوڅو پرهرو پاته یم
حفیظ الله هاتف

د نازوليو نظرماتى شومه
تش تور لوګى د سپېلنو پاته يم
نور الحبیب نثار

د تللو یاد تازه کوه راباندې
لکه اثر د قدمو پاته یم
راشد مشفق

په مخامخ ویلو توان نلرم
پټه ګیله یم په لېمو پاته یم!
خالد إحسان

هوکې تقدیر پۀ تدبیر نۀ بدلېږي
ستا د وصال لۀ تلؤسو پاته یم
منصور درمان

درد دي له ځانه سره وګنډمه
ویښ دي راتګ ته تر سپېدو پاته یم
سید محمد صدیق

لوستی مې ستا د سترګو حسن نه دی
زه له دې غبرګو سيپارو پاته يم
قاری امين امين

وايم ايمان به پکې وبايلمه
په دې خاطر له ميخانو پاته يم
طاهر اترنګ

ستا بې رخي به وي تر څو راپسې
ستا په حرم کې به تر څو پاته یم
شرر ساپی

چې لومړیتوب مینې ته نه ورکوي
په قافله کې له هغو پاته یم
مهاجر زاهد ساپی

قحطي که هر څو راته برنده اوسي
نه له سرود نه له نغمو پاته یم
پیر محمد کاروان

لکه بابا دشهید لاس مي تنګ دی
ځکه هروخت له مرکو پاته یم
امان الله مستغفر

غرور مې چاته سر ټیټ کړی نه دی
ځکه مې خدای ته په سجدو پاته یم
جمعه خان توخی

د ملالۍ شور  او جذبه لټووم
هغه میدان یم له ټپوو پاته یم
حنیف مظهري

د قبر شناختې راته راوړئ له دوی
ډېر پر لمن د تورو غرو پاته یم
غالب خوستی

دې ځنکدن کې به تر څو پاته یم
مظلومه اوښکه پر بڼو پاته یم
ریحان اخندزاده

زه د ناکامې مینې پاته شاګرد
د عشق په صنف کې له کلو پاته یم
عنایت الله عرفان

د جنتي خاورې غبار نومېږم
خالي د ښکلو پر څهرو پاته يم
نبيل شباب

تیاره تیاره وجود مې چرته یوسم؟
د ژوند په ښار کې له ډیوو پاته یم
ماهر ځاځی

پۀ مـــا ناترسه لاس دمینې پروت دی
زه د ستم له خلاصېدو پاته یـم
نقیب الله حنیف

دومره بې وسه او ناتوانه یمه
شاته له خپلو قدمو پاته یم
حافظ سجاد

د نظر ماتو ښکلو ښکلو پر مخ
خپور شوی دود د سپېلنو پاته يم
حماد ماليار

پخپل مستۍ کې توفاني درياب يم
په ګردابونو، په څپو پاته يم
نور قانع

زه یې دېدن ته له وختو انتظار
داسې نا هیلی له مودو پاته یم
ثناءالله معصوم

د ګناهونو بوج په سر او مزل
د عمل دښته په ازغو پاته یم
نقیب الله ارمان

زما د ژوند له پتنګ ساه وتلې
محروم دعشق له پلشو پاته یم
عتیق الله یون

دا ډیرې ورځې دې ژوبليه ژونده
له هـره اړخـــه لــه کــارو پاته یم
مستغفر ګربز

هېڅوک نظر راباندې ښهٔ نه ساتي
لکه شپونکی له قافیلو پاته یم
انعام نعیمي

ماته د لات منات کېسې مه کوه
زه اوس له هغسې کیسو پاته يم
جاويد افغان

وخت رانه ټول ګلونه ورژول
اوس خو په خوا کې د ازغو پاته یم
عرفان الله ایوبي

ټول له خِرَدَه سره غاړه غړۍ
يوازې زه له ليونو پاته یم
يونس تنوير

د بیلتانه له درد اوبه اوبه شوم
بس لکه اوښکه په بڼو پاته یم
یعقوب شجاع

زه چې غریب شوم خپلو مخ واړوه
لکه غبار په أینو پاته یم
فضل رحمن لېوال

له خلکو ډیر ناهیلی شوی یمه
ربه! د ستا په امیدو پاته یم
شبیر احمد عثماني

اوس بنګړي نه لرم شهید لالیه
اوس د لېمو لۀ تورېدو پاته یم
عبدالستار رسان

ډاډ راکوه لاره راښايه راته
يواځې نشم تلی له تلو پاته يم
ضيأ ضمير

سترګې دې مه اړوه مه ځه رانه
زه ستاسو کلي کې له پښو پاته یم
غازي انګار

ژونده بایللي مې د کار ملګري
زه یې پرې اېښی یم اخ هو پاته یم
نسیم منصور

لکه یادګار زما دشهیدو وروڼو
په نړېدلو دېوالو پاته یم
مفکر رښتین

دا ژوند واده دی د بخیلې جلکۍ
لکه ماشوم له پتاسو پاته یم
پیر محمد کاروان

ددې احسان بدله به څنګه درکړم
داچې ژوندی دې په ليدو پاته یم
هاشم ذاکر مهاجر

درده ناځوانه بې درمانه درده
ستا ملګرتيا کي به ترڅو پاته يم
محمدخان محب

یو ځوانیمرګې یارانې ګونګ کړی
بلا بخشش له زمزمو پاته یم !
بندیوان لټون

لکه خزان وهلې زیړه پاڼه
د امیدونو په څپو پاته یم
طالب عباس

اوس مې جهان په خپل طبیت رنګوي
خدایه که تاته له اسرو پاته یم
ګمدل

ستا و روضې ته خو مې ډېر زړۀ غواړي
د خپل قيسمت له فيصلو پاته يم
عبدالباسط وصاف

کړې وعده کې درته پاتې راغلم
زۀ لا تر اوسه په تلو، تلو پاته یم
دانش ملنګ

له ځانه وتې، له جهانه وتې
د حسرت اوښکه په بڼو پاته يم
نور الحبیب نثار

ممبره هېر یمه له خدایه! څنګه
تږی نهر په دروازو پاتې یم
محمد الله درد

پای.

لوی ټکي: انلاینبیتونهمشاعره
مخکینې مطلب

عراق کې قهرجن لاریونونه؛ د سوېډن سفارت ودانۍ سوځول شوې

بل مطلب

اقتصاد وزارت: نړۍوالو بندیزونو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی

ځانګړي مطالب

خبرونه

غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
خبرونه

خامنه‌يي: قطر کې پر امریکايي اډې برید ستره پېښه وه؛ شونې ده بیا تکرار شي

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي حماس ته: صهیونیستي پوځ جګړه بایللې، خبرو کې پر خپل دریځ کلک پاتې شئ

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
خبرونه

د غزې جګړه؛ خان‌یونس کې د حماس کمین: د صهیونیستي ځواکونو پر پوځي کاروان ځپونکي عملیات پیل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
مقالې

قزاقستان تېر څلور کاله له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ وکړ

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025

وروستي

غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
0

خامنه‌يي: قطر کې پر امریکايي اډې برید ستره پېښه وه؛ شونې ده بیا تکرار شي

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
0

عبدالملک حوثي حماس ته: صهیونیستي پوځ جګړه بایللې، خبرو کې پر خپل دریځ کلک پاتې شئ

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
0

د غزې جګړه؛ خان‌یونس کې د حماس کمین: د صهیونیستي ځواکونو پر پوځي کاروان ځپونکي عملیات پیل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جولای 12, 2025
0

د افغان سفیر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر لیدنه؛ د ویزو پر اسانتیاوو او د دوه اړخیزو همکاریو پراخولو ژمنې وشوې

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

غزه: د اسرائيلي اشغالګرو بريدونو کې ۶۰ تنه شهیدان شوي او روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

د بغلان د برکې ولسوالۍ لپاره نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

قزاقستان تېر څلور کاله له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ وکړ

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

خوست کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د خلکو په مرسته پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

ټرمپ: له ایران سره دیپلوماتیک توافق ته لومړیتوب ورکووم، خو د اسراییلو نظامي پلان سره مخالفت نه‌لرم

نشرونکی: ح جلال
جولای 12, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په تهران کې چاودنه؛ د ایران د پوځ لوړپوړی جنرال عبدالرحیم موسوي وژل شوی

    37 شریک شوي
    شریکول 15 Tweet 9
  • غزه کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • غزه: د اسرائيلي اشغالګرو بريدونو کې ۶۰ تنه شهیدان شوي او روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • قزاقستان تېر څلور کاله له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ وکړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

خامنه‌يي: قطر کې پر امریکايي اډې برید ستره پېښه وه؛ شونې ده بیا تکرار شي

عبدالملک حوثي حماس ته: صهیونیستي پوځ جګړه بایللې، خبرو کې پر خپل دریځ کلک پاتې شئ

د غزې جګړه؛ خان‌یونس کې د حماس کمین: د صهیونیستي ځواکونو پر پوځي کاروان ځپونکي عملیات پیل شوي

د افغان سفیر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر لیدنه؛ د ویزو پر اسانتیاوو او د دوه اړخیزو همکاریو پراخولو ژمنې وشوې

غزه: د اسرائيلي اشغالګرو بريدونو کې ۶۰ تنه شهیدان شوي او روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

د بغلان د برکې ولسوالۍ لپاره نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

قزاقستان تېر څلور کاله له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ وکړ

خوست کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د خلکو په مرسته پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com