کابل ټکی کام( سه شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
د اسرائیلو پوځ راډیو په یوه بیړني خبر کي اعلان وکړ؛ چي د الخليل ښار د کفاسیم څلور لارې ته څېرمه د دوی پر موټر د توغندي د لګېدو په ترڅ کي دوه اسرائیلیان وژل شوي دي.
د صهیونیسټي پوځ راډیو اعلان وکړ؛ چي دوه اسرائیلي پوځیان سخت ژوبل هم شوي دي.
دې راډیو بیا اعلان وکړ؛ چي یو تن یې د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.
د حماس د غورځنګ ویاند؛ حازم قاسم د دغې پیښې په غبرګون کي دغو پوهانو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کي ټینګار وکړ؛ په لویدیځه غاړه کي د فلسطین د اتلانو مقاومت یو ځل بیا دښمن ته سخته ګوزار ورکړ او په سیمه کي یې اشغالګر دښمن ته چیلنج کړ.
حازم قاسم زیاته کړه؛ په لویدیځه غاړه کي ځوان فلسطیني جنګیالي د دغه رژیم له بشپړ چمتووالي سره سره د صهیونیسټ دښمن په امنیتي سیسټمونو کي د نفوذ توان لري .
دا په داسې حال کي ده؛ چي تېره اوونۍ هم یو فلسطیني مجاهد د نابلس په حواره ښارګوټي کي پر دوو صهیونیسټانو ډزې وکړې؛ چي یې یو تن ووژل شو او بل مرګونی ټپي شو.
















