بغلان: د امام زمان په جومات کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ تله، ۱۴۰۲ل)

د رپورټونو له مخې د افغانستان په شمال د بغلان ولایت د پلخمري ښار د امام زمان په جامع جومات کې چاودنه شوې ده.

ویل کېږي، چاودنه د پلخمري ښار په دوهمه ناحیه کې د “امام زمان” د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

په ظاهره داسې ښکاري چې په چاودنه کې مرګ ژوبله هم اوښتي، خو تر اوسه یې تائید شوې شمېرې نه دي ترلاسه شوې.

له چاودنې وروسته خپاره شویو تصویرونو کې هم د ويجاړي نښې تر سترګو کېږي.

د ځینو ځايي رسنیو په رپوټونو کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چې چاودنه په جومات کې دننه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

افغان چارواکو تراوسه د پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي او تر اوسه کومې ډلې هم د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د ویلو ده چې په تېرو وختونو کې د داعش ترهګرې تکفیري ډلې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پر جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button