کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې پر غزې تړانګې د صهیونستانو وحشیانه بمبارۍ روانې دي. او په ځواب کې یې حماس هم په اسراییلي ښارونو د توغندیو بریدونه کوي. له سوریې او لیبنان راپورونه وایي، چې پر تل ابیب له سوریې او لیبنان ګڼ توغندي ویشتل شوي، چې اسراییلو یې په ځواب کې یوځل بیا په لیبنان کې د حزب الله وسله والو پر مرکزونو او د دمشق او حلب په هوایي ډګرونو بمبارۍ کړې دي.
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند “ابو عبیده” رسنیو سره په خبرو کې منلی، چې پرون او نن سهار وختې یې پر غزه د اسراییلي اشغالګرو د ځمکنیو بریدونو مخه نیولې، ګڼ اسراییلي ټانکونه او یوه هغه پوځي چورلکه یې ویشتلې، چې غوښتل یې غزې کې عسکر ښکته کړي، چې په پایله کې تر سلو تنو ډیر صهیوني پوځيان وژل شوي او لسګونه نور دوی ته ژوندي په لاس ورغلي دي.
د ویلو ده چې د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه حماس اسلامي غورځنګ د “طوفان الأقصی” په نوم په اسراییلو پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي چې تر اوسه پکې ۱۷۰۰ صهیوني پوځیان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان دي او سلګونه نور د حماس مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي. اسراییلو یې بیا په ځواب کې غزه کې ملکي اهدافو باندې وحشیانه بمبارۍ کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان دي.