کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۲ل)
امریکا پر اسرایلو فشار راوړی چې پر غزې د ځمکنیو بریدونو پیلول تر هغه وخته پورې وځنډوی چې له حماس سره د نورو بندیانو د خلاصون لپاره خبرې اترې پای ته ونه رسېږی.
د اسرائیلو د دفاع وزیر “یوف ګالانت “ویلي، پر غزې د ځمکني برید احتمال به درې میاشتې وخت ونیسي؛ خو خبره یې دا برید به د حماس ډلې د له منځه وړلو لپاره وروستی پوځي عملیات وي.
د «اسرائیل ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، ګالنټ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په تل ابیب کې د اسرائیلو د هوايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې وویل: «په غزه کې دا پوځي عملیات به د دې ساده دلیل لپاره وروستی عملیات وي چې له دې وروسته به کومه پېښه نه رامنځته کېږي.
ګالنټ زیاته کړه: «حماس به د ټانکونو او ځمکنیو ځواکونو له حملې مخکې د اسرائیلي جنګیالیو له سختې بمبارۍ سره مخامخ شي».


















