کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې د اسراییلي اشغالګرو هوایي بریدونه دوام لري او په غبرګون کې یې له غزې هم د صهیونیستانو تر واک لاندې سیمو باندې توغنديو د ویشتلو لړۍ روانه ده. تازه د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام لېوا” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: که صهیونیستان په غزه ځمکنی یرغل وکړي یوازې د دوی لسګونه زره جنګیالي یې مقابلې ته چمتو دي.
د القسام ویاند “ابوعبیده” ګواښ کړی، چې جنګیالي یې په ډول، ډول پرمختللو وسلو سمبال دي او په بې صبرۍ سره د اشغالګرو صهیونستانو د ورتګ انتظار کوي.
نوموړي که څه هم په غزې تړانګه کې د خپلو جنګیالیو د کره شمېرې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د چارو د کار پوهانو په خبره د فلسطیني مقاومت دغه ستره ډله د غزې په لر او بر کې د ۵۰ زرو څخه نیولې تر ۷۰ زرو پورې منظم جنګیالي لري.
د کتوونکو په اند اګر که د غزې په تړانګه کې نورې وسله والې ډلې هم شتون لري؛ خو د هغوی د جنګیالیو شمېر تر د حماس له جنګیالیو کم دی؛ خو په پر مختللو وسلو او تجهیزاتو سمبالې دي، چې اسراییلو ته سرخوږی جوړولی شي.
د ابو عبیده په خبره د صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې تر اوسه ۴۶۷۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۰۰۰ پورې نور ټپیان شوي چې ټول یې ولسي وګړي دي.
د اسراییلو غیر رسمي رسنۍ بیا د خپلو وژل شویو کسانو شمېر ۲۵۰۰ او د ټپیانو ۵۰۰۰ یادوي او په خبره یې د ډېرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ده.
















