شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

په افغانستان کی د ځوانانو انديښنی، پرمختګونه او خنډونه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 24, 2023
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
36
ځلې شریک شوی
454
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: مشعل سمسور

د یادونی وړ ده ما چی له کله نه چپ او راسی لاس پیژندلی دی تر اوسه پوری د افغانستان دا ۴۵ کلنه جګره پای نه دی موندلی ملکونه جوړ شول دنیا آباده شوه پرمختګونه، تمدن، په هره برخه کی یعنی د ژوندانه هره برخه د ترقۍ په لور روانه ده خو افغانستان کی لا ځرک هم نه لیدل کیږی.
د تاریخی او سیاسی کتابونه په لوستلو سره دا راته څرګنده شوه چی افغانان همیشه د جګړی په تکل کی دی او هیڅ کله هم نه غواړی چی په آرامه ژوند وکړی او یا نور خلک ښه ژوندانه کولو ته پریږدی. همیشه د بل په را پرزولو، په بیعیزته کولو، وهلو ټکولو کی خپله خوشحالی لټوی، هغه د چا خبره نه یی په ځان لوریږی او نه یی په جهان، نه خپله د ډوډۍ څیښتن شول او نه یی چاته ډوډۍ ورکړه له دی نه مونږ دا موندلی شو چی ستونزه په خپله افغانانو کی ده، نه په افغانستان کی او نه هم نور جهان کی، مونږ خپله نه غواړو چی تعلیم وکړو او پر مخ لاړ شو او دا ملامیتا باید افغان ومنی چی غلطی تری شوی، د صحیح رهبریت نه شتون، په رهبریت کی نمګرتیاوی او اختلافات سبب شول چی زمونږ خلک تر روحی فشارونو او ځوانان مو اندیښمن او ملک پرښیدو مجبور کړل، زمونږ لویان دا پړه همیشه پر بل چا اوچوی چی دا یو صحیح پریکړه نده.
له ۴۵ کالو راهیسی دلته سیاسی ټیکاو را مینځه نشو تر څو عام وګړی او په خاصه ټوګه ځوانان چی په آرامه پکی سا واخلی او نور وطن پریښدو ته مجبور نشی، د امریکایی یرغل سره سم دلته ځوانان په نشه یی توکو روږدی شول دوی ته په هر لار او کوڅه کی نشه یی مواد عام شول ځوانان خپل مسیر له لاسه ورکړ هیڅ څوک داسی نه ول چی د دوی لاس نوی وکړی ډیرو با عزته خلکو په دی کار بار کی ښکیل شول او د پیسو پیدا کولو په تکل کی شول دوی نه د خدای(ج) او د حضرت محمد (ص) لار تری هیره شوه عام خلک څه کویی چی خپل بچیان یی هم پری اخته شول چی اوس مونږ په خپل وطن کی تر ۶ میلیونه زیات په نشه یی توکو اخته کسان لرو. چی علاج یی نا شونی ده.
زمونږ ملک کی له ټولو نه غټ مشکل د ځوانانو د واده مسله ده دلته ولور ډیر لوړ ده خلک نشی کولی چی د خپل واده اخراجات پوره کړی نو ځکه دوی د ملک نه وتلو په تکل کی دی تر څو پیسی راپیدا کړی او خپل واده پری وکړی چی هم په انجلی او هم په هلک وخت بیا تیر وی او له مختلفو روانی ناروغیو سره مخ کیږی چی بیا خلک په طبیبانو تاویز ګرو او کوډ ګرو ګرځوی.
بله په ملک کی د ځوانانو لپاره یو داسی رهبر را نغی چی دوی ته مسیر وټاکی او یا هم ورته صحیح لارښونه وکړی، جعلی او د بل په مټ جوړ شوی رهبران راغلل په خپلو خبرو یی ځوانان وغلول او د لښکر سر ته بوتلل ځکه چی ځوانان په ګرمه کی وی او زیات جذباتی وی او ښه ګټه تری اخیستی شی دوی هم مړه کړل همی شهیدان کړل هم یی ګوډ مات کړل او هم یی له درس تعلیم او تدریس نه لری وساتل تر څو د دوی او شخصی ګټی خوندی کړی د غریب زامن دوی همیشه خپل سپر ګرځولی او استعمال کړی یی دی، پخپله له تجروبی او پوهی سره شاته پاتی شوی او ځوانان یی د مرګ خولې ته برابر کړی همدا وجه ده چی زمونږ ځوانان له ناهیلو او اندیښنی سره مخامخ دی دوی نه چی پوهتنه کوی یا جنګ ته تیار وی او هم خارج د تلو په تکل کی وی.
زما د ژوند له پیل سره دلته بهرنی یرغولونه، خپل مینځی جګړی، کورنی جګړی، تنظیمی جګړی او د بل چا د جګړو ښکار شوی یو ګاونډیو هیوادنو، شرقی او غربی ټولو هیوادونو د خپلی بقا او ګټی لپاره خپلی جګړی دلته کړی دی او افغانستان یی د جګړو، وسلو، بمونو او تجروبو لابراتوار ګرځولی دی چی تر اوسه دوام لری نو ولی به زما ځوان اندیښمن نه وی.د پخوا زمانو او اوسنۍ زمانی جګړو ترمینځ توپیر څه خاص توپیر نشته هغه وخت هم خلک وژل کیدل او اوس هم وژل کیږی فقط او فقط دومره توپیر لری چی نن سبا خلک په بمباریو، کمینونو، عملیاتو، چاودنو او ځانمرګی بریدونو کې وژل کیږي او پخوا به خلک په مرمیو، راکیټونو او هوانونو وژل کیدل، نور په څه در زیاته وم لنډه دا چې له کله افغانانو او په خاصه توګه زما د هیواد ځوانانو دي دنیا ته سترګې پرانیستي له جنګ او جګړو او ناخوالو نه بل څه ندی لیدلی همدا و جه ده چی تر اوسه لا خپله لاره نده موندلي چی دوي په خپل ژوند کی پر مخ لاړ شی او ځان ته یو روانه مسیر وټاکی.
له دي نه به سترګې په دی شل کاله که ډیرپرمختګونه شوی ځوانانو دنیا ولیده، له وطنه دباندی ولاړل او هلته یی خپل تعلیمونه تر سره کړل خصوص د نوی عصر په پرمخ تللی ټکنالوژی سره د وطن ټول ارزښتونه مو سمبال شول او ډیرو ځوانانو خپل پرمختګونه کړی دی او د نوری نړی سره یی ځان سیال کړی خو بیا یی هم په لارو کی ډیر خنډونه او ځنډونه شته چی دوی خپلو هیلو ته رسیدلو لپاره نه پریږدی.
زما ځوان نسل د قومی ژبنی تعصباتو، مذهبی تضادونو، تنظمی جگړو،بی ځانه سیاستونو او نور بي شماره ستونزو سره لاس او ګریوان دی،زما ځوان نسل ته نه نظامونه له خوا کومه پاملرنه شوی او نه هم له خپل پخوانیو نسلونه کومه زده کړه کړی. له یاده باید ونباسو چی په تیرو شل کلنو کی لویه پیمانه باندی ځوانانو سره د دولت له خواه هم مرسته وشوه او هم یی وهڅول چی د زده کړی لپاره بهرنی هیوادونو ته لاړ شی چی اوسنی حالات نه خرابیدل په ګوته کیږی. افغانستان له ځوانانو نه ډک پروت هیواد دی او دا یوه لویه سرمایه او کاری قوت ده که چیری په صحیح توګه تری ګټه واخیستل شی او لا زیاته پانګونه پری وشی نو بیا هم له دوی څخه کار واخلو که چیری دا کاری سرمایه له خپل ملک نه ډیره وه بیا کیدی شی لکه هند، بنګله دیش، سریلنکا او چین په شان بیا د پیسو په بدل کی نورو هیوادنو ته ولیږو هم به دوی ګټه وی او هم یو لوی مقدار سرمایه به افغانستان ته را ولیږی، هم به خپل هیواد ته خدمت وکړی او پر پښو به یی ودروی خو له بده مرغه تر اوسه دی سرمایی ته چا په ښه سترګه ندی کتلی یوازی دوی یی د جګړي لپاره گمارلی دی
زما د ګران هیواد ځوان د وطن دفاع لپاره چی داسی ندی روزلی چی د وطن دفاع وکړی دوی یی یوازی د سون لرګی بللی دی او همیشه د اور لمبو ته ورټیل وهلی. هر کله چی په ملک کی سیاسی حالاتو تغیر کړی زمونږ زلمی هم له ځان سره د مرګ کندی ته ور ټیل وهلی او چی پوهتنه هم نده کړی. له بده مرغه زمونږ د ګران هیواد افغانستان په هره سیمه کې جنګ او جګړي دوام لري، په کلیو، بانډو کی زمونږ خلکو ته د روسانو له راتګ سره د خلق او پرچم د مجاهد او اشرار په نوم دښمنی له هغی نه ورسته د مجاهدینو تنظمی دښمنی، سمتی او ژبنۍ دښمنی، د شیعه او سنی په نوم دښمی او د جمهوریت په شلو کالو کی د طالب او اربکی دښمنی دی ځوان نسل ته پاتی شوه چی ستونځی لا تر اوسه دوام لری او یا هم له ګاونډی هیوادونو څخه د پردي پالو له خوا هڅه ول کیدل چی خپل هیواد ته زیان ورسوی نا امني په کی خپره کړی تر څو شته نظام له مینځ نه یوسی ترڅو افغانستان له ننګونو او کورنی جګړو سره مخ کړی او بیا له خاورو سره خاوری کړی..
له همدی کبله زما ځوان نسل په مادي معنوی، کلتوری او ذهني برخو کی سخت متاثره کړی دی او د حرکت په حال کی دی او سړي ستومانه په یو او بل ملک کی شکنجه، وهل او ټکول کیږی، دا کار ناشونی نده ډیر ستونځمن کار ده او په لویه پیمانه کار غواړی تر څون زما ځوان نسل له منفي فکرونو،بیځایه عقیدو، کينو، احساساتیکیدو رواني فشارونو د بل په لمسون تربګنیو څخه وژغول شي. په لویه کی د افغان او افغانستان بریا په یو موټی پاتیکیدو او له تعصبه د ځوانانو په ژغورلو کی انغښتی دی او دا کار د دولت دنده ده چې ځوانانو ته سمه لارښونه وکړی، دوی داسی رهنمایی کړی تر څو له دی نسل څخه د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټه ور ثابت شی.
د مکتب له لسم صنف نه راوخله تر پوهنتونه افغان ځوانان په دی ۴۵ کالو کی یوازی او یوازی جنګ جګړو، اقتصادی بحرانونو، د قاچاقبران او پرله پسی انقلابونو ښکار شول او دی حالت زما ځوان نسل له ډول ډول پوښتنو سره مخامخ کړی دی دوی همیسه دا خبره کوی چی باید داسی یو کار وکړی چی مونږ له دی حالاتو نه اوځو او په همدی تکل کی وی چی تر عمره تیر شی بیا یوازی په خپل ژوند کی مصروف شی زمونږ دی سوالونه او حالت هیڅ څوک نشته چی ځواب ووایی او مونږ ته یو مثب ځواب راکړی د دی حالاتو ټوله پړه په بهرنیانو ور اچوی دوی ته هیڅ نلری چی ووایی د دوی غوښتنی څه دی، څه غواړی؟ دوی د خپل راتلونکی ته ډیر ورخطا دی ځکه دوی خپل وخت په تعلیم، تحصیل او د سبق ویلو په تکل کی مصرف کړی، که چیری زمونږ ځوان نسل د وروستيو لسيزو پيښي، جګړي، وژني، له ياده نه و باسي. د دوي او راتلونکو نسلونو به یوازی بیا زمونږ ښه کارونه نه یادوی همیشه به هغه خرابیانی او ورنکاره عملونه مو چی تر سره کړی دی هغه به یادوی او په دي برخه کې دا د دولت دنده ده چې دوي ته دکارونو زمینه برابره کړي، د دوي هر کار وستايي او ژوندی بڼه ورته ورکړي، ددي ترڅنګ زموږ دنده داده چي ځوان نسل ته د خپلو تيروتنو، خپلو خطاگانو، خپلو نیمگړتياو، خپلو ناکاميو ته پاملرنه وکړی او په ويلو سره هغوی ته دا ډاډګیرنه ورکړی چی بیا داسی خرابه کړنی نه ترسره کوی تر څو ځوان نسل لکه تکرار شوی تیروتنی تکرار نه کړی.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

مخکینې مطلب

العقیده الطحاویه

بل مطلب

حماس: که صهیونیستان په غزه ځمکنی یرغل وکړي یوازې د دوی لسګونه زره جنګیالي یې مقابلې ته چمتو دي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com