القسام: تېرو څلورو ورځو کې مو د دښمن لسګونه پوځي وسايط له منځه وړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې نن په ۴۲ مه ورځ هم پر غزې تړانګې د اسراییلي/ صهیونیست سازمان لخوا درنې بمبارۍ روانې دي او په غبرګون کې یې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو مقاومتي ډلو له لوري هم د اسراییلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون د دغه خود ساخته هیواد په ګڼو ښارونو توغندیز بریدونه او د غزې په شمالي سیمو کې خونړۍ نښتې روانې دي. تازه د حماس اسلامي غورځنګ د پوځې څانګې “القسام لېوا” ویاند ابو عبیده الجزیرې تلویزیوني چینل ته ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې یې ځواکونو د دښمن ۶۲ پوځي وسايط له منځه وړي دي.
ابو عبیده د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ځواکونو یې یواځې تېره ورځ د دوه لوړ پوړو صهیونیستي قوماندانانو په ګډون ۴۰ اسراييلي عسکر وژلي، ۱۵ پوځي موټر مو ويجاړ کړي او په “بيت حنون” کې مو هغه اپارتمان په نښه او ويجاړ کړی چې د دښمن عسکر پکې مېشت وو، چې په پایله کې یې ټول وژل شوي. اسراییلي اشغالګر هڅه کوي، چې خپل وژل شوي او ټپي عسکر له سیمې وباسي؛ خو زموږ د ځواکونو د کلک مقاومت سره مخ دي او چورلکې یې ناستې ته نه پريښودل کېږي.
د یو بل خبر له مخې د لبنان د “حزب الله” وسله والې ډلې جنګیالیو نن سهار د اسرائیلي اشغالګرو یوه بې پیلوټه الوتکه له ځمکې څخه هوا ته په توغندي ویشتلې او راغورځولې ده. په ورته مهال د یمن د حوثیانو د مقاومتي غورځنګ د نظامي څانګې “انصارالله” ویاند بیا خبر ورکړی، چې د تېرې شپې راهیسې یې د پلازمینې تل ابیب په ګډون د صهیونیستانو ګڼ ښارونه په قدس 3 بالستیک میزایلو ویشتلي، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



